د شولو د تولیدونکو او پروسس کوونکو تر منځ ګډه غونډه

mail-admin
شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۳ - ۱۹:۵۱
د شولو د تولیدونکو او پروسس کوونکو تر منځ ګډه غونډه

۱۳ تله ۱۳۹۸
دکرنې وزارت د دویم ملي لومړیتوب د ملاتړ پروګرام (SNaPP2) له لورې د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د شولو د تولیدوونکو او پروسس کوونکو تر منځ ګډه غونډه تر سره شوه. د یادې غونډې موخه د پروسس د کمپنیو (میلونو) سره د تولیدوونکو نښلول دی تر څو له یوې خوا د تولیدوونکو محصولاتو ته بازار موندنه ووشي او له بلې خوا پروسس کوونکو ته خام توکي برابر شي.
د دې غونډې په ترڅ کې تولیدوونکو ته د پروسس کوونکو د اړتیاوو، شرایطو او نورو اړوندو مسایلو په اړه د پروسس د کمپنۍ له خوا معلومات ورکړل شول او همدا راز د تولیدوونکو پوښتنې او نظرونو له پروسس کوونکو سره شریک شول. د دې ګډې غونډې په ترڅ کې به د دواړو لورو د پوره همغږۍ نه وروسته قرارداد کیږي چې له لارې به یې تولیدوونکي خپل محصول په مناسب وخت او نرخ بې له کومې اندیښنې د قرارداد له مخې په کمپنیو پلوري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت