کامې ولسوالۍ کې د شېدو ټولولو مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲ - ۱۳:۴۷
کامې ولسوالۍ کې د شېدو ټولولو مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۲ تله ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په کامې ولسوالۍ کې د شېدو ټولولو د یوې مرکز د جوړولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر سميع الله نصرت وویل، چې د شېدو ټولو د یاد مرکز دجوړولو ټولیز لګښت دوه میلیونه او ۴۰۰ افغانۍ ده، چې د کرنې وزارت له خوا ورکړل شوې ده.

دغه مرکز، چې د سلګونه لېټره شیدې د ټولولو په ظرفیت سره جوړ شوي عصري خونې، د زېرمې خونه، او ګدام لري.
د یاد مرکز د جوړولو موخه د مالدارۍ د تولیداتو له لارې د خوړو خوندیتوب دی.
د نصرت په خبره د شیدو راټولولو یاد مرکزپه مستقیمه توګه له کلیوالو مالدارانو شیدې راټولوي او د لبنیاتو د پروسس د فابریکې په واک کې یې ورکي، چې هم د کلیوالو مالدارانو د اقتصادي ودې لامل کیږي او هم په هېواد کې د لبنیاتو د پروسس د پراختیا په برخه کې د پام وړ مرسته کوي.
ښاغلی نصرت د دغو مرکزونو جوړول د لبنیاتو د پراختیا او کاروبار په برخه کې یو مثبت ګام وبلل او زیاته یې کړه، چې د شیدې ټولول او شیدې ته بازارموندنه کولای شي، چې د مالدارانو اقتصاد ته وده ورکړي.
د ننګرهار د کرنې رییس وویل، چې ډېر ژر په د کامې ولسوالۍ په ګډون د ننګرهار په لسو ولسوالیو کې پر مالدارانو د مالدارۍ اړونده اړین توکي هم ووېشل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت