د کرنې وزیر د ۱۳۹۹ یم مالي کال یوشمېر پروژې او طرحې وارزولې

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۶ - ۱۴:۵۱
د کرنې وزیر د ۱۳۹۹ یم مالي کال یوشمېر پروژې او طرحې وارزولې

۱۶ وږی ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی په هغه غونډه کې، چې د پروژو رییسان او د وزارت اړونده رییسانو شتون درلود د ۱۳۹۹ یم مالي کال یوشمېر نوی پروژې او طرحې وارزولې.

د فراه ولایت د عنابو، د غزني ولایت الوبخارا، د داکندي ولایت بادامو او د فراه ولایت د خرماوو تولید، پروسس، بسته بندی او بازارموندنه، د طبي نباتاتو د تنظیم طرحه، د خلکو په ګډون د څړځایونو د طرحې تنظیم او د کرنې او مالدارۍ اړونده یوشمېر نورې طرحې هغه پروژې او طرحې دي، چې د ۱۳۹۹ یم مالي کال لپاره په پام کې نیول شوي دي. یاد طرحې او پروژې د اغېزناکې برنامه ریزی او اغېزمن پلي کېدو په پار په یاده غونډه کې د ښاغلی درانی له خوا وارزول شول.

د کرنې وزیر په دې غونډه کې د هرې برخې رییسانو ته د برنامو او طرحو د ښه پلي کېدو په پار لازمې لارښوونې وکړې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت