د هلمند د انارو سږنۍ حاصلات ۲۴ زره او ۴۶۵ ټنو ته رسیږي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۱ - ۱۳:۹
د هلمند د انارو سږنۍ حاصلات ۲۴ زره او ۴۶۵ ټنو ته رسیږي

۱۱ وږی ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د انارو سږنۍ حاصلات د کمیت او کیفیت له پلوه ښه او ډېر شوي دي. یاد ریاست وایي، چې ددې ولایت په یو زر او ۱۶۵ هکټاره ځمکه کې د انارو بڼونه جوړ شوي دي، چې هر هکټار یې ۲۱ټنه حاصل ورکوی او په دې سره به د هلمند د انارو سږنۍ حاصلات ۲۴ زره او ۴۶۵ ټنو ته ورسیږي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د کرنې ریاست په هلوځلو د خصوصي سکټور پرمټ په دې ولایت کې د انارو پر ۱۷ ډولونو څېړنې تر سره شوي دي، چې لومړنۍ پایلې یې ښې او مثبتې ارزول شوي دي.
د انارو دغه ۱۷ ډولونه، چې پرې څېړنې شوي په ډېر لنډ وخت کې مېوه نیسي، ونې یې ټېټې او د ښه کمیت او کیفیت لرونکي دي.
ښاغلی الکو وویل، د هلمند دکرنې ریاست په پام کې لري، چې سږکال هم ددې ولایت بڼوالو او ځمکوالو ته له ۳۰۰ تر ۵۰۰ جریبه د انارو نوی بڼونه جوړ کړي او ددغو جوړېدونکو بڼونو نیالګي به د اصلاح شویو نیالګیو د روزنې له نرسریو پېرې او د بڼوالو او ځمکوالو په واک کې به یې ورکوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۴۳
Background image

د نورستان کانتیوا ولسوالی کې پر لسګونو مالدارانو وزې، د څارویو خوراکي توکي او درمل ووېشل شول

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د بدیل معیشت د پروګرام په چوکاټ کې د مالدارۍ د سکتور د ودې، د مالدارانو د اقتصادي پیاوړتیا او د حیواني محصولاتو د زیاتوالي په موخه، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۴۰
Background image

د خوست ځاځي میدان ولسوالی کې د ځنګلونو د ارزښت او ساتنې په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو د «افرین» مؤسسې د کارکوونکو له لوري د ځاځي میدان ولسوالی د عازه غونډۍ سیمې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۳۸
Background image

غزني کې د بدیل معیشت د پیاوړتیا په موخه ۴۰ بزګرانو ته د زعفرانو پیاز وېشل کېږي

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان له مخې، د غزني ولایت په څلورو ولسوالیو کې بزګرانو لپاره د زعفرانو د پیازو د وېش بهیر پیل شو.. . .

بازگشت