کندهار کې د ماهیانو بچیو د تولیدي فارم چارې په بشپړېدو دي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۱۶ - ۱۲:۷
کندهار کې د ماهیانو بچیو د تولیدي فارم چارې په بشپړېدو دي

۱۶ غویی ۱۳۹۹
کندهار کې د کبانو فارمونه په بې سارې توګه وده کړې او په تېرو اتو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې څه باندې یو زر او ۵۰۰  بابه لوی او کوچني  فارمونه جوړ شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په کندهار کې د کبانو روزنې شته فارمونه د کال څه باندې شپږ زره ټنه غوښه تولیدوي، چې د کابل په ګډون ګڼو ولایتونو ته صادرېږي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژه «NHLP» د کندهار د کب روزونکو د ملاتړ په پار په یاد ولایت کې د ماهیانو بچیو د تولیدي فارم «هیچري» جوړولو چارې پیل کړي، چې تر دې دمه یې د جوړولو چارې ۸۰ سلنه بشپږ شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ماهیانو د هیچري فارم د کندهار ولایت د دامان په ولسوالۍ کې په ۱۰ جریبه ځمکه کې جوړيږي، چې د زون په کچه به د کب روزونکو یو شمېر ستونیزې هوارې کړي.
د کندهار د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په ۱۳۹۸ یم کال کې په دې ولایت کې د کبانو روزنې د فارمونو د پراختیا په پار یوشمېر پروژې په پام کې نویل شوي وې، چې په دغو پروژو کې د کبانو د هیچري جوړول، پر فارم لرونکو د کبانو بچي وېشل او د کبانو روزنې نوي فارمونه جوړول شامل و.
په کندهار کې درې ډوله کبان «معمولي کارپ Common Carp، سلور یا سپین زر کارپ Silver Carp او واښه خوړونکي ګراس کارپ Grass Carp » روزل کېږي، چې تر نورو هغو یې پایلې ښې دي.
د چارواکو په خبره که دغلته د کبانو د فارمونو جوړولو لړۍ همداسې چټکه روانه وي نو په نږدې راتلونکې کې به کندهار د کبانو په يو لوى توليدوونکی ولايت بدل شي.
په افغانستان کې د کب روزنې د فارمونو شمېر څه باندې دوه زرو ته رسیږي، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې شتون لري او له دغو فارمونو څخه په کال کې څه باندې ۱۰ زره ټنه کبان تولیدوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت