کاپیسا کې دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې چارې ډېر ژر بشپړیږي

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۱۰:۶
کاپیسا کې دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې چارې ډېر ژر بشپړیږي
۲۹ تله ۱۳۹۹
د کاپیسا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د اړوندو پروژو چارې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دکرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د کاپیسا په ولایت کې ۱۷۷ نوي کرنیزې پروژې پیل کړي، چې په کې ۱۰۰ ممیزخونې، د کچالو ۴۰ او د پیازو ۲۰ زېرمتونونه او د مڼو ۱۲ صفر انرژۍ سړې خونې جوړول شامل دي، چې رغنیزې چارې یې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي. دغه راز ددې پروژې له لارې پر کروندګرو مېرمنو د سبو او مېوو ۵۰ لمریز وچوونکي دستګاوې هم وېشل شوي دي. دیادو پروژو ټولیز لګښت ۱۲۰ میلیونه افغانۍ ده، چې لس سلنه یې د برخمن شوي کسانو او ۹۰ سلنه یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت