کابل کې سږکال د کوچیانو د څه باندې ۲۰۰ زره څارویو درملنه شوې

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۱۴:۱۳
کابل کې سږکال د کوچیانو د څه باندې ۲۰۰ زره څارویو درملنه شوې

۶ کب ۱۳۹۹
د کابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږکال په دې ولایت کې د کوچیانو د ۲۰۰ زره او ۱۷۴ څارويو تداوي شوي دي او ددې ترڅنګ پر وړو شخوند وهونکو څارویو د ساري نارغیو لکه طبق، انټروکس یا لېونتوب، پاسټرولوز، ریخک، او طاعون نږدې ۲۰۷ زره او ۵۶۸ ډوزه واکسینونه پلي شوي دي.
دغه راز د همدې کال په ترڅ کې مالدارانو لپاره د ښو چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار د وټرنرۍ ۱۷ سیمه ییز واحدونه تمویل شوي دي، د کوچیانو ۲۷ زره او ۷۱۴ څارویو ته د پرازیټ ضد درمل ورکړل شوي  او د وټرنرۍ ۱۷ سیمه ییز واحدونو سره مالي او تخنیکي مرستې شوي دي.
دغه راز د مالدارۍ د پراختیا او د وړتیا لوړولو ۴۹ ګروپونه ایجاد، ۵۸۸ کوچیانو ته د کرونا وبا په هکله عامه پوهاوي ورکول او د کوچیانو د مالونو د ودې په پار پر دوی د څارویو ۲۱ زره او ۳۵۰ کیلو ګرامه متراکم خوراکي توکي وېشل هم ددې ریاست سږني کړنې دي. دغه راز پر ۳۴۹ کورنیو ۸۵۴ څاروي هم وېشل شوي دي.
په همدې توګه مالدارانو ته د ښو چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار سږکال د پغمان په ولسوالۍ کې یو حیواني کلینیک او د قره باغ په ولسوالۍ کې هم یو حیواني کلینیک جوړ شوي دي او ترڅنګ یې ۷۰۰ مالدارانو سره مالي او تخنیکي مرستې شوي دي.    د مالدارۍ او حیواني روغتیا په بېلابېلو برخو کې د ۴۰۰ مالدارو کوچیانو وړتیاوې لوړول او دغه راز پر مالدارو کوچیانو د وړیو اوبدولو ۱۳۴ ماشینونه وېشل ددې ریاست نورې کړنې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۴۱
Background image

د پراختیایي پروژو پلي کولو کې پر همغږۍ، روڼتیا او کیفیت د کرنې وزارت ټینګار

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې د اوبولګولو او قدرتي سرچینو لوی رییس، سلاکارانو او د افغان اېډ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت او قراردادي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه؛ د ستونزو پر حل او مالي مکلفیتونو د پوره کولو ټینګار وشو

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، د هډې فارم له قراردادي کرنیزو شرکتونو د استازو سره د همغږۍ، همکارۍ او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

فراشغان ولسوالی ته د لغمان د کرنې رییس سفر

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په داسې حال کې، چې د قدرتي زیرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د کرنې متخصص او. . .

بازگشت