کابل کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۹:۵۶
کابل کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه


۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳۰ ذُوٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو لوی ریاست له لوري، د کابل ښار د بنې‌حصار څېړنیز فارم کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه. 
په دې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل، چې څېړنې د کرنې سکتور بنسټیز رُکن ګڼل کېږي او ټینګار یې وکړ، چې د کرنې وزارت مشرتابه هڅه کوي چې دا برخه لا پیاوړې کړي، څو هېواد په کرنیزو تولیداتو کې ځان‌بسیا ته ورسېږي.
ورپسې، د کرنیزو څېړنو لوی رییس مولوي نصرت‌الله طلحه د اسلام له نظره د څېړنو پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د څېړنو ریاست د بزګرانو په چوپړ کې دی.  ښاغلی طلحه زیاته کړه، چې نړۍ کې د هېوادونو پرمختګ د څېړنو له لارې شوی او د علمي موندنو له امله د هېوادونو اقتصاد په چټکۍ وده مومي.
همداراز، د کرنې وزارت د توافقي او تطبیقي څېړنو رییس ډاکتر محمد رفیع باوري د دې ریاست د فعالیتونو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو پر مهال وویل، چې په کرنیز سکتور کې څېړنې خورا ارزښت لري او اړتیا ده چې نوې کرنیزې ټکنالوژۍ او نوې لارې چارې ترویج شي. د هغه په خبره، یاد ریاست سږ کال‌ په څلورو نوو ولایتونو کې اصلاح شوی تخم معرفي کړی، ۱۰۹ تحقیقي تجربې یې ترسره کړې، او د ۱۵۰ متریک ټُنه اصلاح شوي غنمو تخم د تولید پلان‌یې نیولی دی.
په همدې حال کې، د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځی رییس پوهنمل صفی‌الله جوهري وویل، عضوي سرې د کرنیزو محصولاتو په سالم رشد کې مهم رول لري او کرنه‌یې د افغانستان د اقتصاد ملا تیر وباله.
د یادونې وړ ده، چې د کروندې ورځ هر کال د غبرګولي په ۷مه، چې د می میاشتې له ۲۸مې سره برابره ده، د کرنې وزارت او ولایتي ریاستونو له لوري د کرنیزو څېړنو او ترویجې لاسته‌راوړنو د معرفۍ په موخه لمانځل کېږي.


تجلیل از روز مزرعه در کابل
۷ جوزا ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست عمومی تحقیقات زراعت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، روز مزرعه را در فارم تحقیقاتی بینی‌حصار شهر کابل گرامی داشت.
در مراسمی که به همین مناسبت برگزار شد، مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، تحقیقات را بخش بنیادی در سکتور زراعت خوانده و تأکید کرد که رهبری وزارت برای رشد تحقیقات، ترویج و مالداری تلاش می‌نماید تا کشور در بخش محصولات زراعتی به خودکفایی برسد.
در ادامه، مولوی نصرت‌الله طلحه، رئیس عمومی تحقیقات زراعت، بر اهمیت تحقیقات از نگاه دین اسلام تأکید کرده گفت که ریاست تحقیقات در خدمت دهقانان قرار دارد و پیشرفت کشورها در سطح جهان از مسیر تحقیقات صورت گرفته است. وی افزود که با استفاده از یافته‌های تحقیقی، اقتصاد کشورها سریع‌تر رشد می‌کند.
همچنان، دوکتور محمد رفیع باوری، رئیس تحقیقات توافقی و تطبیقی وزارت زراعت، با ارائه معلومات در مورد فعالیت‌های این ریاست گفت که تحقیقات در سکتور زراعت اهمیت بالایی دارد و نیاز است تکنالوژی‌ها و روش‌های نوین زراعتی ترویج گردد. به گفته او، این ریاست در سال جاری تخم اصلاح‌شده را در چهار ولایت جدید معرفی کرده، ۱۰۹ آزمایش تحقیقی را انجام داده و برای تولید ۱۵۰ متریک تُن تخم اصلاح‌شده گندم برنامه‌ریزی کرده است.
در همین حال، پوهنمل صفی‌الله جوهری، رئیس پوهنځی زراعت پوهنتون کابل، استفاده از کودهای عضوی را در رشد سالم محصولات زراعتی مؤثر دانسته و زراعت را ستون فقرات اقتصاد افغانستان عنوان نمود.
روز مزرعه، همه‌ساله در هفتم جوزا برابر با ۲۸ می، از سوی وزارت زراعت و ریاست‌های زراعت ولایات به‌منظور معرفی دستاوردهای تحقیقی و ترویجی در بخش زراعت گرامی داشته می‌شود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۱:۳۴
Background image

خوست کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۸ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو؛ د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي لګښت، د کانګو تبې وینه بهېدونکې ناروغۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۰:۵۲
Background image

د بزګرانو محصولاتو خوندیتوب په پارعملي ګامون؛ میدان وردګو کې معیاري سړه خونه جوړېږي

۸ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو د خوندیتوب او بازار موندنې په برخه کې د خپلو هڅو په دوام، د میدان وردګ ولایت په مرکز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۹:۹
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو. . .

بازگشت