کابل کې د مڼو ۶۴ صفر انرژۍ سړې خونې ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۱ - ۱۶:۱۱
۶۴ سردخانه صفر انرژی سیب در کابل به بهره‌برداری سپرده شد
 
۲۱ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د کابل په ولایت کې د مڼو د ۶۴ صفرانرژۍ سړوخونو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.
ددغو سړوخونو له ډلې ۳۵ یې د پغمان، ۱۲ سړې خونې د خاک جبار، ۱۲ یې د شکردرې، څلور یې د چهار آسیاب په ولسوالۍ کې او د مڼې یوه صفر انرژۍ سړه خونه د بګرامیو په ولسوالۍ کې جوړ شوي دي. د مڼو دغه صفر انرژۍ سړې خونې هر یوه یې د څه باندې دوه میلیونه او ۶۲۲ زره افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي. ددغو سړوخونو د جوړولو لس سلنه لګښت د برخمن شویو بزګرانو او ۹۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکړل شوي دي. د غه سړې خونې هر یوه یې د ۲۵ مټریک ټنه مڼو د ساتنې وړتیا لري.
په هغه غونډه کې، چې د پغمان په ولسوالۍ کې ددغو سړوخونو د پرانیستې په موخه جوړه شوې وه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري وویل، چې ددغو سړوخونو په ګټې اخیستنې سره تر دې وروسته بڼوال اړ نه دي، چې په بازار کې خپل محصولات په ټیټه بیه خرڅ کړي. هغه وویل: «د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو په اډانه کې د پلي شویو پروژو په لړ کې مو نن د کابل په ولایت ک د مڼو ۶۴ صفرانرژۍ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل، چې په هر یوه سړه خونه کې یې له ۲۵ تر ۴۰ ټنه مڼې ساتل کیږي. دغه ۶۴ سړې خونې د څه باندې ۱۶۵ میلیونه افغانيو په لګښت جوړې شوي، چې د کابل بڼوال به په کې د خپلو بڼونو مڼې خوندي کړي.»
حشمت الله غفوري وویل، په دغو سړوخونو کې کولای شو چې تر شپږو میاشتو پورې مڼې وساتو هغه زیاته کړه: «د مڼو د حاصل ټولولو په وخت کې د مڼې بیې ډېر ټیټیږي. ددې لپاره، چې بڼوال د خپلو محصولاتو د ساتنې په پار مناسب ځای نه درلود، خو تر دې وروسته بڼوال اړ نه دي، چې خپل محصولات من په ۴۰ یا ۸۰ افغانیو خرڅ کړي. د دوی محصولات د مناسب وخت لپاره ساتل کیږي او په مارکېټ کې د غوښتنې کچه لوړیږي، بیې ښه کیږي او بڼوال کولای شي، چې له سړوخونو څخه خپل محصولات مارکېټ ته وړاندې کړي.»
په همدې حال کې د پغمان ولسوال نعیم ابراهیمي، په دې ولسوالۍ کې د مڼو د سړوخونو د جوړولو هر کلۍ وکړ او وویل، چې د کرنې وزارت له خوا په دې وروستیو کلونو کې په بېلابېلو کرنیزو او اوبولګولو برخو کې ډېر کارونه تر سره شوي دي. په ورته وخت کې هغه په دې ولسوالۍ کې د کرنیزو فعالیتونو ښه کولو او ددې ولسوالۍ د اوبو د مهارولو په پار د کرنې وزارت د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.
دغه راز د پغمان ولسوالۍ یوتن بڼوال عزت الله هم د مڼو د سړوخونو له جوړېدو خوښ دی او وایي، چې دغه پروژې به د بڼوالو او بزګرانو په ژوند کې د لویو بدلونونو لامل شي. هغه د مڼو یو بڼ لري، چې په کې د مڼو دوه زره او ۵۰۰ ونې دي وویل، چې اقلیمي شرایطو ته په کتو د کال له اوو زرو تر ۱۰ زره منه حاصل اخلي. دغه بڼوال زیاته کړه، چې تر دې وروسته کولای شي، چې د خپل بڼ نږدې اووه زره منه مڼې په سړه خونه کې وساتي.
دغه راز یوتن بل بڼوال او د پغمان د پراختیایي شورا غړی عبدالستار مبارز وویل، چې په کابل کې د مڼو د سړوخونو په جوړېدو سره دوه یا درې میاشتې وروسته ددې محصول بیې څو چنده زیاتیږي. هغه دغه راز وویل، چې د پغمان ولسوالۍ لپاره د مڼو ۳۵ سړې خونې جوړول بسنه نه کوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژه نږدې څلور میاشتې وړاندې په ټول هېواد کې په لاره واچول شوه.
حشمت الله غفوري وویل، چې ددې برنامې له لارې په ټول هېواد کې د ولایتونو او ولسوالیو بڼوالۍ او کرنیزو تولیداتو ته په کتو ۱۱ زره بېلابېلي پروژې په لاره اچول شوي دي، چې ددغو پروژو له ډلې یوشمېر پروژې یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال زیاته کړه، چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې یوازې د کابل په ولایت کې د څه باندې ۳۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۴۰ پروژې په لاره اچول شوي دي، چې تر یوې اوونۍ پورې یاد ټولې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیا کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین څخه څارنه ترسره شوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ آمریت کارکوونکو له لوری د یاد ولایت د مرکز ګردیز او څمکنیو ولسوالۍ کې د کانګو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۹
Background image

هلمند کې د څارویو سټراګانو پلورنځیو څارنه وشوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت کارکوونکو د هلمند ولایت په مرکزي سیمه کې هغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۹
Background image

د هلمند دوو ولسوالیو کې د طبیعي کبانو نیونې په تور ۱۳ تنه نیول شوي

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
وروسته له هغې چې هلمند کې د طبیعي کبانو د نسل ختمېدو د مخنیوي په پار په دې ولایت کې د طبیعي کبانو پر ښکار بندیز ولګېد، د دې ولایت کرنې،. . .

بازگشت