پکتیکا کې د غنمو ننداریزو کروندو جوړولو په پار پر یوشمېر بزګرانو مرستې ووېشل شوې 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۲
پکتیکا کې د غنمو ننداریزو کروندو جوړولو په پار پر یوشمېر بزګرانو مرستې ووېشل شوې 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د دی ولایت د سروضې او یوسف خېلو په ولسوالیو کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو د ننداریزو کروندو جوړولو په پار د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې و ویشل شوې. یاده مرسته د کرنې، ابولګولو او مالداری وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ترسره شوه.
ددې مرستې موخه د بزګرانو د مهارتونو لوړول، د معیاري تخمونو استعمال، د سرې مؤثر کارونه او د حاصلاتو زیاتوالی دی.
په دې لړ کې هر بزګر ته  ۲۵ کیلوګرامه دغنمو اصلاح شوي تخم، ۲۵ کیلوګرامه توره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره شامل وو.
دغه پروګرام د کرنیزو معیاري لارو چارو د ترویج، د حاصلاتو د لوړوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره یو مهم ګام بلل کېږي

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا: پر سلګونو مالدارانو د څارویو خوراکې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  په مالي ملاتړ او د افغان ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د چهارمغزو نیالګیو د کېنولو پروژې چارې پیل شوې

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په تمویل، د خوست ولایت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

هلمند کې د چرګانو پالنې سکټور د ستونزو دحل په پار غونډه دایره شوه

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یاد ریاست د مالدارۍ آمر حافظ هدایت‌الله هدایت، د کرنې، اوبو لګولو او. . .

بازگشت