پکتیکا کې د زېرې د کرکيلې دودولو په پار هڅې

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۵ - ۱۳:۴۸
پکتیکا کې د زېرې د کرکيلې دودولو په پار هڅې


۲۵ لېندۍ ۱۳۹۸
د پکتیکا د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په مرکز ښرنه کې د زیرې ننداریزې قطعې جوړې شوې وې، چې حاصلات یې ښه او دقناعت وړ دي.
د پکتیکا د کرنې ریاست وایي، چې دکرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې په همکارۍ په دې ولایت کې د زیرې د کرکيلې د دودولو په پار د زیرې ننداریزې قطعې جوړې شوي، چې حاصلات یې ښه او بزګران دې ته لېوال شوي دي، چې په خپلو ځمکو کې د زیرې کرکېله وکړي.
د پکتیکا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې له یو جریبه ځمکې څخه ۱۵۰ تر ۲۰۰ کیلو ګرامه زیره تر لاسه شوې، چې من یې شاوخوا په ۱۸۵۰ افغانۍ پلورل کیږي.
زیره، چې په اصل کې یو غرنۍ بوټی دی، ځانګړې اقلیمي شرایطو ته اړتیا نه لري، نو په همدې موخه د افغانستان په ډېرو سیمو کې یې کرکېله دود شوې ده. له زیرې څخه په خوړو او طبابت کې ګټه اخیستل کیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت