په کابل کې د زعفرانو لوی نندارتون په لاره وا چول شوه

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۱ - ۱۵:۴۴
په کابل کې د زعفرانو لوی نندارتون په لاره وا چول شوه

۱۱سلواغه ۱۳۹۹
د ارزښت لرونکو کرنیزو توکو ځنځیري ارزښت پروژې (USAID - AVC – HVC) له لارې د لومړي ځل لپاره  په کابل کې د افغانستان د زعفرانو نندارتون په لاره اچول شوی دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي یاد نندارتون پرانیست غونډې ته په وینا کې وویل، چې زعفران د هېواد له لوړ ارزښت لرونکو توکو څخه دی او د هېواد ډېری ولایتونه زعفرانو کرکېلي ته مناسب اقلیمي چاپېریال لري. ښاغلی احدي په خپلو خبرو کې وویل، چې په هېواد کې د زعفرانو د تولید کچه په زیاتېدو دي، هغه وویل: «په ۱۳۹۹یم کال کې د افغانستان د زعفرانو د تولیداتو کچه ۲۱ ټنو ته رسېدلی دی، چې له دې تولیداتو څخه ۲۶ میلیونه امریکايي ډالر عواید ترلاسه شوی دی.»
د کرنې وزیر وایي، چې تر ایران وروسته افغانستان د نړۍ تر ټولو زیاد زعفران تولیدوي.
انوارالحق احدي زیاته کړه، چې د کرنې وزارت د زعفرانو د کرکېلي د پراختیا او ودې په پار په وړیا ډول بزګرانو ته د زعفرانو پیاز ورکوي. هغه دغه راز وویل، چې د کرنې وزارت د زعفرانو د پروسس او بسته بندی په برخه کې هم ښې لاسته راوړنې لري او په هرات کې د زعفرانو یو لابراټوار او انسټیټوټ یې جوړ کړی دی.
په همدې حال کې د سوداګرۍ خونې رییس سید زمان هاشمي وایي، چې هندوستان، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، امریکا، کاناډا او چین ته راوان کال ۳۶ تنه زعفران صادر شوي دي. هغه وویل، چې د افغانستان زعفران قاچاقېږي او د نورو هېوادونو په نوم د نړۍ په بازارونو کې پلورل کېږي.
دغه راز د ارزښت لرونکو کرنیزو توکو د ځنځیري ارزښت د پروژې(USAID - AVC – HVC)مرستیال همایون شیم، وایي، چې یاده پروژه د تولید، پروسس، بسته بندۍ، روزنه او سرټفکېټ ورکولو په برخه کې په ۳۴ ولایتونو کې له پانګوالو او شرکتونو سره کار کوي.
په همدې حال کې د افغانستان د زعفرانو د کمېټې رییس سمیر متین وایي، چې ددې نندارتون موخه زعفرانو ته کورني او بهرني بازار پیداکول او دغه راز د زعفرانو په برخه کې پانګونې او د زعفرانو پرمختیا ده. د افغانستان د زعفرانو نندارتون په ۳۰ غرفو کې د درو ورځو لپاره په انټر کانټننټال هوټل کې په لاره اچول شوی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۴۱
Background image

د پراختیایي پروژو پلي کولو کې پر همغږۍ، روڼتیا او کیفیت د کرنې وزارت ټینګار

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې د اوبولګولو او قدرتي سرچینو لوی رییس، سلاکارانو او د افغان اېډ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت او قراردادي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه؛ د ستونزو پر حل او مالي مکلفیتونو د پوره کولو ټینګار وشو

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، د هډې فارم له قراردادي کرنیزو شرکتونو د استازو سره د همغږۍ، همکارۍ او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

فراشغان ولسوالی ته د لغمان د کرنې رییس سفر

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په داسې حال کې، چې د قدرتي زیرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د کرنې متخصص او. . .

بازگشت