په بېوزله مېرمنو د چرګانو پالنې د ۳۲۱۶ کڅوړو د وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۵:۲۵
په بېوزله مېرمنو د چرګانو پالنې د ۳۲۱۶ کڅوړو د وېش لړۍ پیل شو

۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په اوو ولایتونو کې په بېوزله مېرمنو د چرګانو پالنې د درې زره او ۲۱۶ کڅوړو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
د کرنې وزارت له خوا د خلکو په ګډون د کرنې او مالدارۍ پروژې «CLAP» له لارې نن ددغو کڅوړو د وېش لړۍ رسماً پیل شو.
د یادو کڅوړو په وېش غونډه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال شېرشاه امیري وویل، چې د هېواد په اوو ولایتونو کې په هغو بېوزله مېرمنو چې مخکې سروې شوي دي، د چرګانو پالنې درې زره او ۲۱۶ کڅوړې وېشل کېږي. هغه زیاته کړه، چې د چرګانو پالنې د کڅوړو وېش د بېوزله مېرمنو د کورنیو د خوړو خوندیتوب، د کوچنیو دندو د فرصتونو ایجادول او د دوی د اقتصادي وضعیت د ودې لامل کېږي.
د چرګانو پالنې له کڅوړو څخه برخمن شوې مېرمنې د کرنې وزارت له مرستو خوښي څرګوندوي.
یوتن برخمن شوې کس هدیه وایي، چې د چرګانو پالنې د کڅوړې په ترلاسه کولو سره به یې په ژوند کې لوی بدلون رامنځته شي؛ ځکه د هغه په خبره په کورنیو بازارونو کې وطني هګۍ دانه په ۱۰ تر ۱۲ افغانیو خرڅېږي.
یوتن بل برخمن شوې کس رحیمه وایي، چې د هګیو په پلور سره کولای شي، چې د خپلو ماشومانو د ښوونځي لګښتونه تامین کړي او د خپلې کورنۍ اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د چرګانو پالنې په هر کڅوړه کې ۶۰ قطعې څلور میاشتنۍ چرګوړي، چرګانو ته د دانې ورکولو شپږ لوښې، د اوبو ورکولو شپږ لوښې او د چرګانو ۶۷۵ کیلوګرامه خوراکي توکي شامل دي.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۱۱
Background image

د وچکالۍ پر وړاندې د اسلامي امارت عملي ګامونه؛ روزګان کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چک ډېم چارې پیل شوې

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځانګړې بودیجې په لګښت د روزګان ولایت د ترینکوټ اړوند د ناقیل په سیمه کې د اوبو د مهار او د وچکالۍ د. . .

بازگشت