پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو هڅې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۹:۵۶
پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو هڅې

۳ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د یوشمېر اماراتي ادارو د چارواکو په ګډون یو پلاوی ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي او سیمه ییزو چارواکو سره یې د پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو او د تورخم د لارې د ستونزو د هواري په موخه د لازمو تدابیرو نیولو په موخه وکتل.
یاد پلاوی د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي، د عامې روغتیا، دکلیو د بیارغونې او پراختیا وزارتونو او یوشمېر اړوندو اداراتو د چاراکو په شتون کې ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.
ياد پلاوي له ملا محمد نعيم اخند سره د ليدنې پر مهال خپل د سفر موخه څرګند او له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره يې د لازمو اسانتياوو او تدبيرونو د برابرولو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د ننګرهار والي یاد پلاوی ته ډاډ ورکړ، چې د کډوالو د راستنېدو په برخه کې د ننګرهار سیمه ییزه اداره له اړوندو ادارو سره همکاري کوي.
 د امیرالمؤمنین حفظ الله له لارښوونې سره سم، یاده کمېټه په ننګرهار او نورو ولایتونو کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه او نورو اړینو اسانتیاوو د برابرولو دنده په غاړه لري.

تلاش جهت ایجاد سهولت‌های لازم برای مهاجرینی که از پاکستان برگشت می‌کنند 
۳ میزان ۱۴۰۲ ه‍.ش 
ه‍یئتی متشکل از مسوولان چندین اداره امارتی  به منظور اتخاذ تدابیر لازم برای مهاجرینی که از کشور پاکستان و مسیر تورخم برگشت می‌کنند، به ولایت ننگرهار سفر کرده و با والی و مسوولان محلی آن ولایت دیدار کردند.
این ه‍یئت با حضور مولوی عبدالرحمن راشد معین مهاجرین وزارت مهاجرین و عودت کننده‌گان، مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری مسوولان وزارت‌های صحت عامه، احیاء و انکشاف دهات  و شماری از  ادارات ذیربط به ولایت ننگرهار سفر کرده اند.
ه‍یئت متذکره در جریان دیدار با ملا محمد نعیم آخند هدف سفر شأن را بیان کرده و خواستار فراهم نمودن سهولت‌ها و تدابیر لازم برای مهاجرین بازگشت کننده از کشور پاکستان شدند.
در همین حال والی ننگرهار برای ه‍یئت اطمینان داد که اداره محلی  ولایت ننگرهار  همکاری لازم در بخش برگشت مهاجرین با ادارات ذیربط انجام می‌دهد.
ه‍یئت متذکره مطابق به هدایت امیر المومنین حفظه الله مسوولیت دارند تا برای مهاجرین بازگشت کننده از کشور پاکستان در ولایت ننگرهار و سایر ولایات‌ها سرپناه و سایر سهولت‌ها و امکانات لازم را فراهم نمایند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت