هلمند کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۰:۰
هلمند کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو د عینک د دښتې په سیمه کې بزګرانو ته د جوارو د تڼې چینجي، د سپیرکي کنې او د سیاقاق ناروغیو د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ورکړ.
په دې غونډه کې کروندګرو ته هغه کیمیاوي درمل معرفي او ور وښودل شول، چې د یادو آفتونو او ناروغیو د له منځه وړلو تر څنګ چاپېریال ته هم لږ زیان رسوي.
همدارنګه بزګرانو ته لارښوونه وشوه، چې د ښه حاصلاتو ترلاسه کولو لپاره باید د آفتونو او ناروغیو د مخنیوي بنسټیزې لارې لکه نوبتي کرنه، د مقاوم تخم کارونه، د تخم درملنه، د پاک تخم کرل، د کرنې پر وخت او په سمه اندازه ترسره کول، د اوبو منظمه کارونه او د حیواني او کیمیاوي سرو په خپل وخت او اندازه استعمال په پام کې ونیسي.

در هلمند شماری از دهقانان آموزش دیدند
۲ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
کارمندان مسلکی مدیریت عمومی حفظ نباتات و قرنطین، مربوط آمریت امور زراعتی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هلمند، در منطقه دشت عینک برای دهقانان در مورد پیشگیری از کرم ساقه‌خوار جواری، کنه سپرکی و امراض سیاقاق آگاهی‌دهی نمودند.
در این جلسه، دهقانان با آن دسته از ادویه کیمیاوی آشنا شدند که علاوه بر نابودی آفات و امراض یادشده، برای محیط‌زیست نیز کم‌ضرر می‌باشند.
همچنین به دهقانان توصیه شد که برای به‌دست آوردن حاصلات بهتر، راه‌های اساسی پیشگیری از آفات و امراض را در نظر بگیرند؛ از جمله: نوبتی‌کشت، استفاده از تخم مقاوم، تداوی تخم، کشت تخم پاک، کشت به‌موقع و به‌اندازه مناسب، استفاده منظم از آب و استعمال کود حیوانی و کیمیاوی به وقت و به اندازه لازم.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت