هلمند کې د انارو ۵۰ زره قلمې او ۲۰ کیلو د ناجو تخم وکرل شول

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۲:۲۱
هلمند کې د انارو ۵۰ زره قلمې او ۲۰ کیلو د ناجو تخم وکرل شول


۱۹ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو امریت له خوا د بولان د نیالګیو روزنې قوریه کې ۵۰ زره د انارو د دوو مختلفو ورایټیو قلمې نیالګي کښینول شول، ترڅو د بڼوالۍ وده، شنه چاپېریال او اقتصادي ارزښت لوړ شي.
همداراز، د یادې قوریې په سیمه کې ۲۰ کیلوګرامه د ناجو تخم هم کرل شوی دی، چې موخه یې د ځنګلي ونو تولید، د خاورې د تثبیت، او د چاپېریال د ساتنې هڅې دي.
د طبیعي سرچینو امریت مسوولین وايي چې دا قلمه شوي نیالګي به د راتلونکو فصلونو لپاره نه یوازې د ولایت دننه بڼوالو ته برابر شي، بلکې له دې لارې به د انارو لوړو حاصلاتو ته لاره هواره او د بڼوالۍ سکتور لا پیاوړی شي.
باید وویل شي، چې یاد اقدام د کرنې ریاست د برنامو یوه مهمه برخه بلل کېږي، چې هم مهاله د طبیعي سرچینو خوندیتوب، بڼوالۍ پراختیا او اقتصادي پیاوړتیا ته زمینه برابروي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د کرنې وزارت مرستیال په کندهار کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاولیکوټ. . .

بازگشت