هلمند ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر؛ خانشین ښاروالۍ ته د زر جریبه ځمکې د لېږد بهیر پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۸
هلمند ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر؛ خانشین ښاروالۍ ته د زر جریبه ځمکې د لېږد بهیر پیل شو

۲۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ښاري پراختیا او منظمې ابادۍ د بهیر د چټکتیا په موخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی هلمند ولایت ته سفر کړی، چې په ترڅ کې یې د خانشین ولسوالی ښاروالۍ ته د زر جریبه ځمکې د لېږد چارې وڅارل شوې.
دغه پلاوی چې مشري یې د کرنې وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم کوله، د اراضۍ ریاست یو شمېر مسؤلینو او کارکوونکو هم ورسره ملتیا کوله.
د چارواکو په وینا، د دې سفر اصلي موخه د هلمند ولایت د خانشین ولسوالی اړوند ښاروالۍ ته د ۱۰۰۰ جریبه ځمکې د انتقال بهیر عملي کول او د ښاري پراختیایي پلانونو لپاره زمینه برابرول دي.
د ځمکې د لېږد د بهیر پر مهال د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم، د هلمند ولایت د کرنې ریاست سرپرست قاري بشیر احمد، د خانشین ولسوالی د ښاروالۍ مسؤلینو او یو شمېر دولتي کارکوونکو ګډون درلود.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې مولوي محمود مظلوم وویل، چې په خانشین ولسوالی کې د زر جریبه ځمکې د لېږد اساسي موخه د تفصیلي او ستراتیژیکو پلانونو پلي کول دي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم له مخې ترسره کېږي.
نوموړي زیاته کړه، خوښ دی چې هېواد د ابادۍ او پرمختګ پر لور روان دی او ورځ تر بلې پکې پراختیايي پروژې عملي کېږي، چې اړوند ادارې د خلکو د خدمت لپاره شپه او ورځ هڅې کوي.
ورپسې د خانشین ولسوالی د ښاروالۍ مسؤلینو راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او پر یاده ځمکه یې د ښاروالۍ د تفصیلي پلانونو، راتلونکو رغنیزو پروژو او ښاري پراختیايي برنامو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې د ځمکو د تنظیم او ښاروالیو ته د انتقال دا ډول پروګرامونه د ښاري نظم، زېربناوو پراختیا او د خلکو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.


سفر هیئت وزارت زراعت به هلمند؛ روند انتقال یک‌هزار جریب زمین به شاروالی خانشین آغاز شد
۲۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به‌منظور تسریع روند توسعه شهری و آبادانی منظم در کشور، یک هیئت بلندپایه وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت هلمند سفر کرده و در جریان آن، از روند انتقال یک‌هزار جریب زمین به شاروالی ولسوالی خانشین نظارت کرد.
این هیئت به رهبری مولوی محمود مظلوم رئیس اراضی وزارت زراعت انجام شده و شماری از مسئولان و کارمندان ریاست اراضی نیز وی را همراهی می‌کردند.
به گفته مسئولان، هدف اصلی این سفر، عملی‌سازی روند انتقال یک‌هزار جریب زمین مربوط به شاروالی ولسوالی خانشین ولایت هلمند و فراهم‌سازی زمینه برای تطبیق پلان‌های توسعه شهری است.
در جریان روند انتقال زمین، مولوی محمود مظلوم رئیس اراضی، قاری بشیر احمد رئیس زراعت ولایت هلمند و مسئولان شاروالی ولسوالی خانشین همراه با شماری از کارمندان دولتی حضور داشتند.
مولوی محمود مظلوم در مراسمی که به همین مناسبت برگزار شده بود، گفت هدف اساسی انتقال این زمین، تطبیق پلان‌های تفصیلی و استراتیژیک است که براساس حکم رهبری امارت اسلامی انجام می‌شود.
وی افزود، خوشحال است که کشور در مسیر آبادانی و پیشرفت قرار دارد و هر روز پروژه‌های توسعه‌ای بیشتری در آن عملی می‌شود و نهادهای مربوط برای خدمت به مردم تلاش می‌کنند.
همچنان مسئولان شاروالی ولسوالی خانشین از هیئت استقبال کرده و در مورد پلان‌های تفصیلی شاروالی، پروژه‌های آینده ساختمانی و برنامه‌های توسعه شهری در این زمین معلومات ارائه کردند.
قابل یادآوری است که چنین برنامه‌های تنظیم و انتقال زمین به شاروالی‌ها، گام مهمی در راستای نظم شهری، توسعه زیربناها و فراهم‌سازی سهولت‌ها برای مردم به‌شمار می‌رود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۴
Background image

د کرنې وزارت د بودجې او پراختیايي پروژو د ارزونې غونډه ترسره شوه

۲۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، او د دغه وزارت د سکتوري او خدماتي رییسانو په حضور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

شپږو ولایتونو کې د کرنې او مالدارۍ پروژو د پلي کولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۲۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور او د افغان اېډ مؤسسې د پروګرامونو مسؤل عبدالرحمن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۸
Background image

بدخشان او کونړ کې د پراختیايي پروژو د پیل په‌پار د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشورتي غونډه ترسره شوه

۲۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست په تالار کې د دغه وزارت د رئیسانو، سلاکارانو او آمرینو، او همداراز د ملګرو ملتونو. . .

بازگشت