نورستان کې سلګونو مالدارانو سره د لبنیاتو د پروسس توکو مرسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۴:۲۵
نورستان کې سلګونو مالدارانو سره د لبنیاتو د پروسس توکو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «سو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت ۸۰۰ مالدارانو سره د لبنیاتو د پروسس وسایلو مرسته وشوه، چې د مالدارانو لپاره د لبنیاتو راټولول او پروسس اسانه کوي.
په دې مرسته کې د شیدو سطلونه، د پنیر جوړونې ماشینونه او نور اړین توکي شامل دي، چې هر کیټ یې تر ۱۱ زره افغانیو ارزښت لري. دغه وسایل د مرکز پارون او کامدیش ولسوالۍ مالدارانو ته د کرنې او خوړو نړیوالې ادارې په مالي مرسته د ځینو نورو مووسسو په همکارۍ ووېشل شول. د دې وسایلو په مرسته به مالداران وتوانېږي چې خپل لبنیات په اسانه او معیاري ډول راټول او پروسس کړي.
د مالدارۍ سکتور د لبنیاتو په تولید کې مهمه ونډه لري، خو د وسایلو او پروسس د اسانتیاوو نشتون د مالدارانو ستونزې زیاتوي. دا ډول مرستې د لبنیاتو د تولید او کیفیت په ښه‌والي کې رغنده رول لوبوي او د مالدارانو عواید زیاتوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنې وزیر د ترکیې له شارژدافیر سره د سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د ویزې اسانتیا په اړه وکتل

۳ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ترکیې له شارژدافیر ساډین اییلډیز سره په لیدنه کې د سوداګریزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۱۴
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې مؤسسې له رییس سره وکتل

۳ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

بازگشت