ننګرهار کې کروندګرو ته روزنیز مرکز جوړېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۶ - ۱۳:۳۷
ننګرهار کې کروندګرو ته روزنیز مرکز جوړېږي

۱۶ غویی ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت کروندګرو ته د اسانتیاوو برابرولو او دوی ته د کرکېلي د نویو لارو چارو ښودلو په پار غواړي، چې ددې وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې (CBARD) له لارې د ننګرهار په ولایت کې کروندګرو ته یو روزنیز مرکز جوړ کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۴۰۰م کال د پلان له مخې کروندګرو او د کرنې کارکونکو ته د کاري اسنتیاوو او کار پیدا کولو په موخه یو روزنیز مرکز د ننګرهار په ولایت کې جوړېږي تر څو له دې لارې کروندګر په بېلابېلو برخو کې لازمې روزنې تر لاسه کړي.
د کرنې وزارت هر کال په بېلابېلو ولایتونو کې کروندګرو ته په ګڼ شمېر روزنیز پراګرمونه په لاره اچوي تر څو له دې لارې د کرکېلي عصري لارې چارې دود کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت