ننګرهار کې په ۱۷۵۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ - ۱۵:۲
ننګرهار کې په ۱۷۵۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوه

۲۹ سلواغه ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې (SNaPP2) په همکارۍ ددې ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې په ۱۷۵۰ بېوزله مالدارانو د څارویو ۸۸ مټریک ټنه مترکم خوراکي توکي وېشلي دي.
د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله صافی وایي، چې ددې ولایت د « پچیراګام ، چپرهار، رودات، مومندره، لعلپوره ،بټي کوټ، غني خېل، ګوشته، کامه، کوزکونړ، دره نور، بهسود او خوګیانو» ولسوالیو پر ۱۷۵۰ بېوزله مالدارانو د څه باندې ۲.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۸۸ مټریک ټنه د څارویو متراکم خوراکي توکي وېشل شوي دي.
ښاغلی صافی وایي، چې  د یادو حیواني خوراکي توکو د وېش موخه مالدارانو ته د متراکمو خوراکي توکو دودول،  دمالدارانو هڅول، د لبنیاتو او غوښو زیاتوالي، د مالونو ښه روزنه، د مالدارانو ملاتړ او په بېړنیو حالاتو کې مالدارانو سره د څاریو د خوراکي توکو مرسته کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت