ننګرهار کې د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د شېدو راټولولو مرکزونه جوړ شول

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۳:۴
ننګرهار کې د ۵۰ زره  امریکایي ډالرو په لګښت د شېدو راټولولو مرکزونه جوړ شول


۲۷ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د ښځو چارو دفتر په مالي لګښت د ننګرهار په خوږیاڼو، شېرزاد، کامه او دره نور ولسوالیو کې د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د شېدو راټولولو څلور مرکزونه جوړ او لازم وسایل ورته ورکړل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې له لورې دشېدو ټولولو مرکزونوته ۲۹ قلمه د لبني محصولاتو پروسس وسایل ورکړل شو او عملآ یي د پروسس چارې پیل شوي.
ښاغلي محسن زیاته کړه، چې ددې مرکزونو جوړول یوه اړتیا وه ځکه پدې ولسوالیو کې مالدارۍ ډېره او دلبني محصولاتو د پروسس او بسته بندې معیاري مرکزونو وجود نه درلوده نو د مالدارانو ستونزو حل په پار یې مرکزونه جوړ کړل.
ددغو مرکزونو جوړولو موخه د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا، مالدارانو اقتصادې ځان بسیاینه او هېوادوالو ته باکیفیته لبني محصولاتو برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت