ننګرهار کې د پنبې ٩٠ ننداريزې کروندې جوړېږي

naim.rezai
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۴:۱۵
ننګرهار کې د پنبې ٩٠  ننداريزې کروندې جوړېږي

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۰
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د پنبې د کرکېلي د پراختیا او د کتار په بڼه د پنبې د کرکېلي دودولو په پار د پنبې ٩٠ یو جریبه ننداریزې کروندې جوړوي.
 یاد ننداریزې کروندې، دننګرهار په ۱۶ ولسوالېو چپرهار، رودات، غني خېل، هسکه مېنه، دره نور، بهسود، سره رود، ګوشته، بټې کوټ، کوټ، کوزکونړ، کامه، پچیراګام، مومندره، لعلپوره او خوګیانو  کې جوړېږي.
د ننګرهار ولایت د کرنیزو خدمتونو امر عبدالوارث تاند  وايي، چې د دغو ننداريزو کروندو د جوړولو په پار یې هر بزګر ته  د پنبې ١٢ کیلو ګرامه تخم ،  ٥٠ کیلو ګرامه یوریا ، ٣٥ کیلوګرامه DAP سره او ١٠٠ سی سی د هرزه بوټو د کنټرول  کيمياوي درمل ورکړي دي.
تاند وایې  ٩٠ تنو بزګرانو ته دکتار په بڼه د پنبې کرکېلي، اوبولګول، سره ورکونه، د تخم اندازه، د هرزه بوټو کنټرول،  د کیمیاوي سرو د استعمال وختونه او په ټوله کې د کر څخه تر حاصل ټولولو پورې پر ټولو تخنیکونوبرخه کې  روزنه ورکړل شوې ده.
پنبه  په ننګرهار کې د غویی له ٢٠ څخه د غبرګولي تر ٢٠ نېټې پورې کرل کېږي، چې د ننګرهار په ډېرو ولسوالېو کې ښه نتیجه ورکوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۱
Background image

د کرنې وزیر دټاپي پروژې له رییس سره وکتل

۲۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ټاپي پروژې له رییس مراد امانوف او د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره وکتل او په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۱
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد کې شنې خونې جوړېږي

۲۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په دایمیرداد ولسوالی کې دافغان سوله جوړونکې بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۱:۱۱
Background image

د خوست کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دایره شوه

۲۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ناستو په تالار کې د کرنې او کلیو پراختیا سکټور د ۱۴۰۴ هــ.ل کال ۱۱مه سکټوري ناسته د یاد. . .

بازگشت