ننګرهار کې د ممپلیو حاصلات لس سلنه زیاته شوې

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
ننګرهار کې د ممپلیو حاصلات لس سلنه زیاته شوې
۲۷ تله ۱۳۹۹
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د ممپلیو « ځمکنی بادام » کروندې ډېرې شوي او ممپلیو کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا هم زیاته شوې ده.
د ننګرهار د کرنې ریاست د چارواکو په خبره، تېر کال په ننګرهار کې ۲۰۰ هکټاره ځمکه کې ممپلي کرل شوې وه، چې حاصل یې ۴۲۰ مټریک ټنو ته ورسېد. د دوی په خبره سږکال د ننګرهار په ۳۵۰ هکټاره ځمکه ممپلي کرل شوې، چې د تېرکال په پرتله به یې په حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی راشي.
د ننګرهار د کرنې ریاست وایي، چې د ننګرهار خاوره اوبه او هوا د ممپلیو کرکېلي، پالنې او روزنې ته مناسبه ده، په همدې موخه په دېولایت کې د ممپلیو کرکېله زیاته شوې ده.»
ممپلي، چې د کورني بازار تر څنګ په نړیواله کچه هم ښه بازار او مناسبه بیه لري په دې وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې یې کرکېله مخ پر وده روانه ده. د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، ممپلیو ارزښت ته په کتو غواړي، چې په دې ولایت کې د ممپلیو کرکېله دود کړي، چې له یوې خوا د کوکنارو ښه بدیل دی او له بلې خوا د بزګرانو په اقتصادي وده کې هم رغنده رول لري.
په همدې موخه د ننګرهار د کرنې ریاست له خوا ددې ولایت د درېوو ولسوالیو ۹۰ هغو بزګرانو ته چې د ممپلیو کرکېله کوي، د ممپلیو، لمرګل، صنعتي او تیلې نباتاتو د اقتصادي او خوړنیز ارزښت، اوبخور، د پخېدو پړاوونو، حاصل ټولولو، معیاري زېرمه کولو او پروسس په برخه کې روزنیز پروګرام په لاره اچول شوې وه.
ځمکنی بادام یا ممپلي هغه خوندور مغزدي، چې ډېر زیات مینه وال لري. ممپلي نه يوازې خوندور خوراکي توکي دي، بلکه ډیرې نورې ګټې هم لري. د روغتیا پالانو په وینا ممپلي د سرطان په مخنیوي کې ګټور خواړه دي، همداراز د هډوکو ځواکمنولو لپاره غوره مېوه ده. ممپلي اعصاب پیاوړي کوي او حافظه ښه کوي، ممپلي د سږو لپاره خورا ګټور دي، په دې کې داسې طبیعي منرالونه شتون لري چې سږو ته قوت ورکوی.
دغه مغزي محصولات د نورو مغزي محصولاتو په پرتله په نړۍ کې یو په درېیمه برخه کرل کیږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت