ننګرهار کې د رومي بانجانو کروندې او تولید په زیاتېدو دي

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۱ - ۱۶:۳۴
ننګرهار کې د رومي بانجانو کروندې او تولید په زیاتېدو دي

۲۱ مرغومې ۱۳۹۹
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په یاد ولایت کې د رومي بانجانو کروندې او تولیدات زیاتې شوي دي او کال تربلې رومي بانجانو او سبو کرکېلي ته د کروندګرو لېوالتیا زیاتیږي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د رومي بانجانو او نورو سبو د کرکېلي د پراختیا او تولید زیاتوالي په پار هلې ځلې کوي، چې دا هلې ځلې ددې لامل شوې، چې سږکال په دې ولایت کې د رومي بانجانو تولیدات زیات شي.
د کرنې وزارت د ۱۳۹۸ یم کال د احصایې ریاست مالومات ښیي، چې تېرکال د دې ولایت په ۱۱۰۷ هکټاره ځمکه رومي بانجان کرل شوي وو چې د تولید کچه یې تر ۲۷ زره او ۶۷۵ مټریک ټنو ته ورسېد. خو سږکال ددې ولایت د رومي بانجانو کروندې او تولیدات د تېرکال په پرتله زیاتي دي.
د ننګرهار په ولایت کې د شنوخونو په بڼه هم د رومي بانجانو او یوشمېر نورو سبو او ترکاریو کرکېله کیږي او په پراخه کچه پېرېدونکي او مشتریان لري.
د ننګرهار ولایت د رومي بانجانو او نورو ترکاریو د مارکېټ غوښتنې ته په کتو په دې وروستیو کې دکرنې وزارت د پرمختیایي برنامو او پروژو له لارې په دې ولایت کې د سبو او ترکاریو د تولیداتو زیاتوالي او د کرکېلي د نویو لارو چارو دودولو په پار د ولایت په کچه ۸۴۲ لویې او وړې شنې خونې هم جوړې شوي دي، چې د نورو ترکاریو ترڅنګ په دغو شنوخونو کې رومي بانجان هم کرل کیږي او په دې سره ددې ولایت د رومي بانجانو تولیدات زیات شوي دي.
د ننګرهار په شنوخونو کې تولید شوي رومي بانجان، ګټور، خوندور او په مارکېټ کې یې بیې ارزانې دي، په همدې موخه ورځ تربلې یې پېرېدونکي زیاتیږي.
د ننګرهار د کرنې ریاست ددې ولایت د سبو او ترکاریو د تولیداتو زیاتوالي او د بزګرانو د ملاتړ په پار په هر برخه کې له بزګرانو سره هراړخیزې مرستې او همکارۍ کوي، ترڅو له یوې خوا د یادو کرنیزو توکو تولیدات ډېرشي او له بلې خوا د بزګرانو اقتصادي ودې ته هم زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت