ننګرهار کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د پروژې چارې پیل شوې

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۵ - ۱۵:۲۰
ننګرهار کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د پروژې چارې پیل شوې

۲۵ وږی ۱۳۹۸
نن دوشنبه د وږي ۲۵مه ننګرهار ولایت ته د کرنې وزیر نصیر احمد دارنی د سفر په لړ کې، په دې ولایت کې د «بڼوالۍ ځنځیري ارزښت پراختیا» د پروژې چارې رسماً پیل شوې. دغه پروژه د زېربناوو د ودې او ښه کولو او د بڼوالۍ د محصولاتو د ځنځیري ارزښت په موخه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې پلي کیږي.

ښاغلي درانی ددې پروژې له لارې د کرنې د دوامدارې ودې د عملي کولو د لړۍ په هکله وویل: «د نوي بڼونو په جوړولو کې، له خصوصي سکټور پرته د کرنې دوامداره پراختیا ناشونې ده، په همدې موخه موږ ددې پروژې له لارې هغه خصوصي سکټور سره چې د پروسس، بسته بندی او لابراټوار په برخه کې پانګونه کوي، ۵۰ سلنه بلاعوضه مرستې کوو.»
ددې پروژې لومړی پړاو د
۷۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي اسټراټیژي پر اساس د شپږو کلونو په ترڅ کې د کابل، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، ننګرهار، بامیان، کنړ او لغمان په ولایتونو کې پلي کیږي.
دغه پروژه، چې په افغانستان کې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا په برخه کې کار کوی، د اسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویلیږي.
یاده پروژه د متوازن اقتصادي ودې او ټیکاو په برخه کې اغېزناک تمامیږي، چې عمده اغېزې به یې د بڼوالۍ د تولید د معیاري کولو ترڅنګ بڼوالۍ محصولاتو ته بازارموندنه او د محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې دي.
په پام کې ده، چې ددې پروژې له لارې د بازارموندې په برخه کې د وړتیالوړولو له لارې سیمه ییز سوداګرۍ ته وده او پراختیا ورکړل شي، د تطبیقي څېړنو او د غوره کرنیزو توکو په استفادې سره د کرنیزو محصولاتو تولید عصري شي، عصري اومدرنې ګلخونې جوړ شي، د کرنې په برخه کې کرنیز تاسیسات جوړ شي، د افغانستان د بڼوالۍ محصولاتو ته وده ورکړي او تر ټولو مهمه داچې دغو محصولاتو لپاره سوداګریز نوم یا (برنډ) جوړ کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت