ننګرهار د سټروسو تولید، پالنې او روزنې لپاره غوره ځای

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۱۶:۲۹
ننګرهار د سټروسو تولید، پالنې او روزنې لپاره غوره ځای

۱۴ مرغومې ۱۳۹۹
ننګرهار د سټروسو له لویو تولیدوونکو ولایتونو څخه شمېرل کیږي، چې هر کال له یاد ولایت څخه په زرګونه مټریک ټنه نارنج مالټه او لیمو راټول اود هېواد ګڼو ولایتونو ته صادریږي. په دې وروستو کې د کرنې وزارت له خوا د دې ولایت د سټروسو بڼونو د پراختیا او د بېلابېلو سټروسو د بڼونو جوړولو په پارهڅې چټکې شوي دي.
د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست د چارواکو په وینا، په یاد ولایت کې د سټروسو د لا پراختیا په پار یي هڅې چټکې کړي. د دوی په خبره د شیشم څیړنیز بڼ اړوند فارم د بڼوالۍ په پراختیایي مرکز(PHDC ) ، کې په بېلابېلو مېوهلرونکو ونو څېړنې کوي چې، له هغې ډلې څخه یوه یې هم د سټروسو کورنۍ ده؛ چې دا مهال په دغه مرکز کې تر ۶۶ د سټروسو ډولونه تر څیړنې او تحقیق لاندې نیول شوي چې یو یې چکوتره یا(Grapefruit) دی.
چکوتره یا (Grapefruit) دسټرووسو له کورنیو څخه ده، چې د ونې بڼه یې نارنج او مالټې ته ورته ده، لوړوالی یې شاوخوا تر پنځو مترو رسیږي، ګل یې غټ سپین او ګلابي رنګ لري ځوانې او ازغي لرونکي لښتې په درلودلو سره مېوه یې سپین او سور رنګ ځانته خپل کړی دئ، چې یوه ونه یې شاوخوا تر ۸۰ کیلو ګرامه زیات حاصل ورکوی. دغه راز چکتوره د ښه مارکیت په درلودوسره ښې بیې لري، چې د سټروسو د نورو مېوو په پرتله یې بیې هم لوړدي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د یادې مېوې د پراختیا لپاره هڅې کوي تر څو د نورو ګڼو مېوو تر څنګ د چکتورې مېوه هم بازار ته وړاندې کړي. دا مهال چکتوره د ننګرهار په ګڼو بڼونو او د ښکلا لپاره یې خلک په خپلو ځمکو کې ږدي.
دغه ارزښناکه مېوه د میکروبونو په وړاندې قوي اود بدن ستړیا په لرې کولو، د ځیګر، صفراکڅوړې، شکر او عصبي ناروغیو په وړاندې غوره درمل ګڼل کیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت