میدان وردګو کې پر ۵۰۰ بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۹
میدان وردګو کې پر ۵۰۰ بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د افغان سولې جوړوونکې بشري مؤسسې له لوري د دغه ولایت د چک ولسوالی په بندي چک سیمه کې پر ۵۰۰ مستحقو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه.
د یادې مرستې په لومړي پړاو کې شاوخوا ۲۸۵ مستحقو بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې، چې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره (DAP) او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره (یوریا) ورکړل شوه.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست د چارواکو په وینا، د مرستو د وېش دغه لړۍ به دوام ولري او پاتې ۲۱۵ مستحقو بزګرانو ته به هم د ټاکل شوي پلان له مخې په خپل وخت اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شي.
د بندي چک سیمې بزګرانو د دغو مرستو له ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او د افغان سولې جوړوونکې بشري مؤسسې او د میدان وردګو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له مسؤلینو څخه یې مننه وکړه. هغوی دغه ډول مرستې د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره مهمې وبللې او غوښتنه یې وکړه، چې په راتلونکي کې هم د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او نورو کرنیزو توکو د وېش پروګرامونه پراخ شي.
د یادونې وړ ده، چې د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش د کرنیزو حاصلاتو د کمیت او کیفیت په لوړولو، د بزګرانو د تولیدي لګښتونو په راکمولو او د غنمو د تولید په زیاتوالي کې مهم رول لري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اړوندو همکارو مؤسسو په همغږۍ هڅه کوي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې مستحقو بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او نورو اړینو کرنیزو توکو د برابرولو له لارې د کرنې سکتور پیاوړتیا، د بزګرانو اقتصادي ملاتړ او د خوړو خوندیتوب ته زمینه برابره کړي.


در میدان وردگو به ۵۰۰ دهقان تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی توزیع می‌شود
۴ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری میدان وردگو با همکاری مؤسسه بشری افغان صلح‌ساز، روند توزیع تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی را برای ۵۰۰ دهقان مستحق در منطقه بندی چک ولسوالی چک این ولایت آغاز کرده است.
در مرحله نخست این روند به حدود ۲۸۵ دهقان مستحق برای هر دهقان ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم، ۵۰ کیلوگرام کود سیاه (DAP) و ۵۰ کیلوگرام کود سفید (یوریا) توزیع شده است.
مسئولان ریاست زراعت میدان وردگو می‌گویند که این روند ادامه خواهد یافت و به ۲۱۵ دهقان باقی‌مانده نیز مطابق پلان تعیین‌شده تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی توزیع خواهد شد.
این کمک‌ها به‌منظور افزایش حاصلات گندم و بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان صورت می‌گیرد. وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با هماهنگی مؤسسات همکار تلاش می‌کند تا با فراهم‌سازی تخم‌های اصلاح‌شده، کود کیمیاوی و سایر مواد ضروری زراعتی، از دهقانان حمایت کرده و زمینه تقویت سکتور زراعت و تأمین امنیت غذایی را در کشور فراهم سازد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۹:۴۷
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د خزاني نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او همکارو مؤسسو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د خزاني نندارتون د جوړېدو په موخه، د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي احمدالله اتل او د خصوصي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۸:۵۳
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ازبیکستان د کرنې وزارت له مرستیال سره د کرنیزو همکاریو د پراختیا په پار انلاین خبرې اترې وکړې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ازبیکستان د کرنې وزارت له مرستیال جمشید عبدوذوکروف او د دواړو لورو له متخصصینو سره د انلاین ناستې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۸:۵۲
Background image

لغمان کې ۳۵ بزګرانو ته د غنمو او لوبیا د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې، ۳۵ تنو بزګرانو ته د غنمو او لوبیا د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه. . .

بازگشت