لوګر کې د غنمو کروندو او حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۱۴:۳۶
لوګر کې د غنمو کروندو او حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

۹ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال په دې ولایت کې پر ۲۴ زره او ۱۱ هکتاره ځمکه باندې اوبیز او للمي غنم کرل شوي دي.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید وویل؛ چې روان ١٤٠٣کال، په دې ولایت کې ټول ټال پر۲۴ زره او ۱۱ هکتاره ځمکه غنم کرل شوي، چې ۱۰۱۱ هکتاره یې للمي غنم دي.
نوموړي زیاتوي، چې د لومړینو مالوماتو او وړاندوینو له مخې له کرل شویو ځمکو څخه به ۶۹ زره او ۱۳۲ متریک ټنه حاصلات ترلاسه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې هم په لوګر ولایت کې پر۲۲ زره او ۴۰۰ هکتاره ځمکه باندې غنم کرل شوي و، چې څه باندې ۶۶ زره او ۶۴۰ متریک ټنه غنم ورڅخه لاسته راغلي و.
د لوګر دکرنې ریاست ددې ولایت پر زرګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش ترڅنګ له دوی سره نغدې مرستې او ترڅنګ یې د همکارو مؤسسو او په خپله دکرنې ریاست مسلکي کارکووکو په مرسته د کروندو د ناروغیو مخنیوی، تشخیص، درملنې او له کرکیلې تر حاصل ټولو پورې په ټولو برخو کې بزګرانو ته لازمې لارښوونې کړي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۹:۱۲
Background image

د کرنیزې پرمختیا صندوق او د افغانستان اکسس مالي مؤسسې مدیره پلاوی تر منځ ناسته ترسره شوه

د کرنیزې پرمختیا صندوق او د افغانستان اکسس مالي مؤسسې مدیره پلاوي تر منځ  د کرنیزې پرمختیا صندوق اجرائیوي رییس انجنیر عبدالغفور غفاري په مشرۍ ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې دهېواد د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۹:۱۱
Background image

د کندهار د میوند چینې کانال چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوي

د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د میوند په ولسوالی کې د مېوند چینې د کانال جوړولو رغنیزې چارې دامهال ۴۰ سلنه بشپړې شوي او پاتې چارې یې په ډېرې چټکۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۹:۱۱
Background image

د کندهار پنځو ولسوالیو کې زرو مالدارانو سره د مرستې وېش لړۍ پیل شوه 

دکندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت لخوا، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ددې ولایت په پنځو ولسوالیو کې زرو تنو. . .

بازگشت