لغمان کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
لغمان کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۲۹ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې  «اې.بي.ام» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي»په مالي ملاتړ، د لغمان ولایت ۷۴ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه.
په دغه مرسته کې هر بزګر ته د دوو جریبو ځمکې لپاره ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره، او ۱۰۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکول کېږي.
د یادو مرستو وېش لړۍ د لغمان دکرنې ریاست د عشر او زکات د ترغیبي او عبوري مدیر مولوي ادریس حماس، د الیشنګ ولسوالی د مالدارۍ او کرنیزو خدمتونو مدیر مولوي محب‌الله، او د «اې.بي.ام» مؤسسې د استازو په حضور کې، د الیشنګ ولسوالی له مستحقو بزګرانو سره رسماً پیل شوه.
د وېش پر مهال د کرنې ریاست ترغیبي او عبوري مدیر مولوي محمد ادریس حماس د یادې مؤسسې له مسؤلینو مننه وکړه، چې د کرنیز سکتور د ودې او پراختیا په برخه کې د بزګرانو ملاتړ کوي.
نوموړي د اصلاح شوي تخم په ارزښت او ګټو خبرې وکړې او له برخمنو بزګرانو یې وغوښتل، چې ورکړل شوی تخم دې د کرنې ریاست او مؤسسې د مسلکي ټیمونو په لارښوونو سره په خپلو کروندو کې وکري.

آغاز روند توزیع تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی برای دهقانان در لغمان
۲۹ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لغمان با همکاری تخنیکی مؤسسه افغان نابینایان و حمایت مالی برنامه جهانی غذا، روند توزیع تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی را برای دهقانان این ولایت آغاز کرد.
در چوکات این برنامه، برای دهقانان واجد شرایط به اندازه دو جریب زمین، ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم، ۵۰ کیلوگرام کود کیمیاوی سیاه و ۱۰۰ کیلوگرام کود سفید توزیع می‌شود.
این روند در حضور مولوی محمد ادریس حماس مدیر ترغیب و عبور عشر و زکات ریاست زراعت، مولوی محب‌الله مدیر مالداری و خدمات زراعتی ولسوالی علی‌شنگ و نمایندگان مؤسسه افغان نابینایان، به‌گونه رسمی برای دهقانان مستحق ولسوالی علی‌شنگ آغاز گردید.
در جریان برنامه، مولوی محمد ادریس حماس از مسؤلان مؤسسه یادشده به‌خاطر همکاری در رشد و توسعه سکتور زراعت قدردانی کرد و در مورد اهمیت و مزایای تخم اصلاح‌شده صحبت نمود. وی از دهقانان خواست تا تخم‌های توزیع‌شده را مطابق رهنمایی‌های تخنیکی ریاست زراعت و مؤسسه یادشده در مزارع خود بکارند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت