لغمان کې لسګونو بڼوالو سره دبڼوالۍ اړوند وسایلو مرسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۱:۴۹
لغمان کې لسګونو بڼوالو سره دبڼوالۍ اړوند وسایلو مرسته وشوه

دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي لګښت دقرغیو ولسوالی ۱۴۴ بڼوالو ته څلور قلمه د بڼوالۍ اړوند وسایلو وېش ترسره شوه.
په دغو وسایلو کې یوپایه فلزي زینه، یو د نباتي درمل شیندلو پمپ، یودانه دښاخبرۍ اره او د ښاخبرۍ قیچي،  شامل وه.
یاد توکي د لغمان د کرنې رییس الحاج مولوي عبدالستارمحمد، د قرغیوولسوال قاري زاهدالله فاتح، دکرنې ریاست دکرنیزوچارو امر انجینربریالي همدرد، دقرغیو کرنیزو خدمتونو مدیر انجینرظابط امرخېل او دیاد دفتر ولایتي کارمندانو په لاسونو ور کړ شو.
دیادې مرستې د وېش پرمهال دکرنې رییس بڼوالو ته سپارښتنه وکړه، چې له یادو وسایلو څخه مؤثره استفاده وکړي، په شوق، علاقي او یووالي سره په خپلو بڼونو کې کار وکړي، څو دغه ولایت کې د مېوو تولیدات زیات او له دې پلوه پر ځان بسیاشي.
د لغمان دکرنې رییس زیاته کړه، چې د یادې مرستې له وېش څخه یې موخه د بڼوالو لاسنیوی او د بڼوالۍ سکتور لاپراختیا ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۵۲
Background image

د کابل په ولایت کې د درې زره مټریک ټنه سړې خونې پرانیسته

۲۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش

۲۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت د ده‌سبز ولسوالی په صنعتي پارک کې «د حبیب جمال‌زوی سړه خونه»، چې د درې زره مټریک ټنه تازه مېوو د ساتنې وړتیالري د ۳ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵
Background image

ننګرهار کې د څه باندې ١.٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د ژغورنې وسایل ووېشل شو

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډنمارک کډوالو اداري «ډاکار» په تخنیکي او د اروپایي ټولني او سویس په یو میلیون، ٨٥١. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۲۱
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې د اداري. . .

بازگشت