لغمان کې د لیمو بڼونه او حاصلات ډېر شوي

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۴:۴۴
لغمان کې د لیمو بڼونه او حاصلات ډېر شوي

۵ لیندۍ ۱۳۹۹
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې، په دې وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې د لیمو بڼونه او حاصلات ډېر شوې او مخ پر وده روانه ده.
د لغمان د کرنې رییس محمدجمیل خوشحال وایي «د لغمان خاوره اوبه او هوا د لیمو ونو پالنې او روزنې ته مناسبه ده او په دې ولایت کې کال تر بله د لیمو بڼونه زیاتیږي.» د ښاغلی خوشحال په خبره د لغمان ولایت په ۳۷ هکټاره ځمکه کې د لیمو بڼونه جوړ شوي دي، چې سږني حاصلات یې ۱۸۴ مټریک ټنو ته رسیږي.
د لغمان په ولایت کې د سټروسو بڼونه شته او خلک په خپلو کورونو او کروندو کې د سټروسو ونې اېښي دي او يا د سټروسو بڼونه یې جوړ کړي دي، خو په تېرو څو کلونو کې د کرنې وزارت له خوا په دې ولایت کې د سټروسو یوشمېر معیاري بڼونه هم جوړ شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۳:۱۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا امارتي شرکتونو لوی ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبير زاهد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۱
Background image

د کرنې وزارت پلاوي په لغمان کې د پراختیایي او اقلیمي پروژو څخه لیدنه وکړه

۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د یوه پلاوي په مشرۍ، د لغمان ولایت په مرکز کې د میداني کلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۰:۱۵
Background image

خوست کې د لایم سلفر مرکب چمتو او د استعمال عملي لارښود یې وړاندې شو

۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین  لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو له لوري د. . .

بازگشت