فراه کې وړوشخوند وهونکوڅارویو ته د طاعون ناروغۍ د مخنیوي  پروړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۱:۱۳
فراه کې وړوشخوند وهونکوڅارویو ته د طاعون ناروغۍ د مخنیوي  پروړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږي، د او،آر،ډي موسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي مرسته د دي ولایت څلور ولسوالیو «لاش جوین، اناردره، شیب کوه او پرچمن» په ولسوالیو کې هغو ۳۲۰۰ مالدارانو ته چې د دوی څارویو د تغذې لپاره څه وخت وړاندې حیواني خوراکه وېشل شوې وه دیادو مالدارانو وړوڅارویو(وزو- پسونو)ته دطاعون واکسین کمپاین پیل شوی.
دیاد کمپاین په لړ کې به ۲۶۰۰۰ واړه شخوندوهونکي څاروي( وزې او  پسونه) واکسین شي.
ددې کمپاین موخه د طاعون ناروغۍ مخنیوی او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت!

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، چې د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په پنځه دېرشم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

بازگشت