غزني کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۰:۲۳
غزني کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې کار کوي د استازو په ګډون سکټوري غونډه دائره شوه.
په یاده غونډه، چې د غزني ولایت دکرنې رییس مولوی محمد اسماعیل شکیب په مشرۍ ترسره شوه، پکې د کلیوبیارغونې او پراختیا رياست، اقتصاد ریاست، د سیدیزې حوزې، ریاستونو استازو، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست آمرينو او د هالنډ کمېټې، ټي ال او، د  اړیکو دفتر  پروژو مسؤلينو  ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د غزني ولایت د کرنې رییس مولوی محمد اسماعیل شکیب د همکارو برنامو د تېرو کړنو د راپورونو او راتلونکو پلانونو له اوريدنې وروسته د همکارو برنامو له مسولينو وغوښتل، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د مرستو جلبولو هڅه وکړي، همدا راز ښاغلي شکیب زياته کړه، چې خپلې راتلونکې پروژې د سکتوري رياستونو سره په همغږۍ په لوړ کيفيت سرته ورسوي.
ورپسې د همکارو برنامو مسولينو په خپل وار سره د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړ او خپل راتلونکي پلانونه يې د غونډې له ګډونوالو سره هم شريک کړل.
په ورته وخت کې د غزني د کرنې ریاست د پلان او برنامو مدیر لخوا د ۱۴۰۴ مالی کال د کرنې ، کلیوبیارغونې او پراختیا او چاپریال ساتنی ریاستونو وړاندیز شویو پروژو معرفت، یادی غونډی ته د تائید په موخه وړاندې شو.
د یادوني وړ ده، چې د کرنې سکتوري غونډه په میاشت کي یو ځل د اداراتو او اړونده مؤسسو د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۲۶
Background image

کندهار کي د لمرګل نبات څخه د غوړیو تولید او ماشینري تصمیم نیونې په موخه د ترکیې ټېکا کمپنۍ سفر

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د نوروزي په څیړنیز فارم کي د غوړیو تولید او استخراج په موخه پر شاوخوا ۱۸۰ جریبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

بازگشت