غزني کې د بدیل معیشت د پیاوړتیا په موخه ۴۰ بزګرانو ته د زعفرانو پیاز وېشل کېږي
۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان له مخې، د غزني ولایت په څلورو ولسوالیو کې بزګرانو لپاره د زعفرانو د پیازو د وېش بهیر پیل شو.
د دغه پروګرام په ترڅ کې د جاغوري، خوګیاڼو، آببند او مالستان ولسوالیو ۴۰ تنو بزګرانو ته په ټولیز ډول ۱۶ زره کیلوګرامه د زعفرانو پیاز په پام کې نیول شوي، چې هر بزګر ته به ۴۰۰ کیلوګرامه د زعفرانو پیاز ورکړل شي.
د زعفرانو د پیازو د وېش ترڅنګ، مستفیدوونکو بزګرانو ته د زعفرانو د کرکېلې په بېلابېلو برخو کې مسلکي او عملي روزنې هم ورکول کېږي. په دغو روزنو کې د ځمکې چمتو کول، د زعفرانو د کرلو معیاري لارې چارې، اوبه لګول، د نبات ساتنه، د حاصلاتو راټولول، د نباتي ناروغیو او افتونو کنټرول او د زعفرانو له کرکېلې او تولید سره اړوند نور موضوعات شامل دي.
دغه پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت ریاست له لارې پلي کېږي، چې موخه یې د بدیلو کښتونو دودول، د بزګرانو لپاره د عایداتي سرچینو رامنځته کول، د هغوی د اقتصادي پیاوړتیا ملاتړ او د کرنیزو تولیداتو پراختیا ده.
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د زعفرانو د کرکېلې د دودولو ترڅنګ هڅه کوي چې هِنګ، سویابین او نور اقتصادي ارزښت لرونکي نباتات هم د بدیلو کښتونو په توګه بزګرانو ته وروپېژني او د هغوی د کرکېلې او پراختیا زمینه برابره کړي.
د مسؤلینو په وینا، د بدیلو کښتونو دودول نه یوازې د بزګرانو د عایداتي سرچینو په تنوع او د هغوی د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې مرسته کوي، بلکې د کرنیزو تولیداتو د تنوع او پراختیا، د ځمکو د اغېزمنې استفادې او د دوامدار کرنیز معیشت د پیاوړتیا لپاره هم زمینه برابروي.
د یاد پروګرام له لارې تمه ده، چې مستفید بزګران د زعفرانو د معیاري کرکېلې او تولید په برخه کې لازمې تجربې او مهارتونه ترلاسه کړي او له دې لارې د خپلو عایداتو د زیاتوالي او د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره له نوې عایداتي سرچینې څخه برخمن شي.
زعفران د لوړ اقتصادي ارزښت له امله د بزګرانو لپاره د عایداتي سرچینو د تنوع او د بدیل معیشت د رامنځته کولو له مهمو کرنیزو محصولاتو څخه ګڼل کېږي. د دغه بوټي کرکېله کولای شي بزګرانو ته د دودیزو کښتونو ترڅنګ د عاید نوې سرچینه برابره او د هغوی د اقتصادي پیاوړتیا او معیشت د ښه والي په برخه کې مرسته وکړي.
