سږکال څه باندې څلور زره آب‌رېزې جوړېږي

content_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۱۶:۵۷
سږکال څه باندې څلور زره آب‌رېزې جوړېږي

۲۶چنګاښ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د روان کال په ترڅ کې څلور زره او اووه آب‌رېزې جوړوي.
دغه کوچني آب‎رېزې د کندز، کندهار، کونړ، ننگرهار، پروان، کاپیسا، بغلان او تخار په ولايتونو کې جوړېږي، چې رغنيزې چارې يې ۴۵سلنه بشپړ شوي دي.
د آب‌رېزو جوړول د ځمکې لاندې اوبو د کچې په لوړولو، د خاورې او اوبه په مصرف کې صرفه‌جویي، د هوا دککړتيا ټيټوالی او د طبيعي ځنګلونو او طبي بوټو په بيارغونه کې رغنده رول لري.
دغه راز د روان کال په ترڅ کې د لوگر، کونړ، خوست، ننگرهار، لغمان او میدان وردګو ولايتونو په ۴۵ جريبه ځمکه کې د څاڅکي اوبوخور سيسټمونه هم نښلول کېږي.
د څاڅکي اوبوخور سيسټم د موضعي اوبولګولو له سيسټومونو څخه ده، چې د قطره‌چکان په نوم له يوې آلې اوبه په لږ فشار سره د بوټو رېښو ته رسېږي. د اوبولګولو په دې لارو چارو سره اوبه ورو د بوټو رېښو ته ځان رسوي او د اوبو د سپما او د حاصل زياتوالي لامل کېږي.
په همدې حال کې د ننګرهار او جوزجان په ولايتونو کې د اوبو د ښه مديريت او کرنيزو ځمکو خوندي کولو په پار يوزر او ۲۰۰متره استنادي دېوالونه جوړېږي، چې رغنيزې چارې يې ۴۵سلنه بشپړ شوي دي.
دغه راز سږکال د کندهار، بامیان، پکتیا، کاپیسا، سمنگان او جوزجان په ولايتونو کې ۸۴ګبيوني ودانۍ هم جوړېږي، چې رغنيزې چارې يې ۳۵سلنه بشپړ شوي دي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کمي او کيفي له اړخه د بڼوالۍ او کرنيزو محصولاتو د توليداتو دکچې لوړوالی په پار دهېواد په کچه د اوبولګولو شبکې، د اوبولګولو فرعي کانالونه، آب‌رېزې، داوبو زېرمې، د څاڅکي اوبوخور سيسټمونه، گیبیوني ودانۍ او استنادي دېوالونه جوړ، احیا او بيارغوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۲۶
Background image

کندهار کې د شاتو تولید بې‌ساری زیاتوالی؛ د پسرلي په موسم کې ۴۴.۴ ټنه شات تولید او بازار ته وړاندې شو

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې د روان ۱۴۰۵ کال د پسرلي په موسم کې په دې ولایت کې د شاتو تولید د تېر کال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۲۱
Background image

د کرنې وزیر په بهرنیو چارو کې د هند د دولت له وزیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هند د بهرنیو چارو او نساجۍ وزارت له مرستیال وزیر، پبیترا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۲۰:۲۱
Background image

د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د اغېزمن تطبیق په موخه د عامه. . .

بازگشت