سږکال څه باندې اته زره او ۵۰۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۷ - ۱۵:۴۵
د کرنې، اوبولګولو او م
 
۲۷ زمری ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۳۹۹یم مالي کال په شپږو لومړیو میاشتوکې پر بزګرانو اته زره او ۵۸۷ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.
دغه اصلاح شوي تخمونه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د بزګرانو د ملاتړ، د کرنې پراختیا، د خوړو خوندیتوب او د زیانمنو کورنیو د عوایدو زیاتولو په پار وېشل شوي دي.
دغه راز د کرنې وزارت د خړو د خوندیتوب او د کورنیو د معیشت ښه کولو په پار د غلو دانو، حبوباتو، د مالدارۍ او بڼوالۍ محصولاتو د زیاتولو له لارې له هغو بزګرانو چې له خپل لګښتونو څخه ډېر غنم ولري اووه زره او ۵۰۰ مټریک ټنه غنم پېرې او اسټراټیژیکو زېرموته یې لېږدي. ددغو غنمو د پېرلو لړۍ ۲۰ سلنه بشپړ شوي دي او ټاکل شوې، چې د روان مالي کال تر پایه یې د پېرلو لړۍ بشپړ شي.
اسټراټیژیکو زېرموته د هندوستان د ۷۵ زره مټریک ټنه مرسته شوي غنمو لېږد هم د خوړو خوندیتوب او د کورنیو د معیشت ښه کولو په پروګرام کې شامل دي. ددغو مرستو د لېږد چارې هم ۲۰ سلنه بشپږ شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې د غنمو د تریشر بهیر پیل شو

۲۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند په څلورګونو فارمونو کې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره پر شاوخوا ۱۹۴۰ جریبه ځمکه د کرل شویو امارتي «دولتي» غنمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۶
Background image

د کرنې وزارت څلور رییسان په نویو بستونو وګومارل شول


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څلور تنه رییسان له خپلو پخوانیو بستونو څخه تبدیل او په نویو دندو تر ګمارنې وروسته اړوندو کارکوونکو ته ور. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۲
Background image

د خوړو خوندیتوب اسلامي ادارې په اوومه عمومي غونډه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

 

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان په استازیتوب د. . .

بازگشت