روزګان د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو

qiam_amin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۱۵
روزګان د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو

۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې «یوانډي‌پي» په مالي ملاتړ او حرکت مؤسسې په تخنيکي، د صنعت او سوداګرۍ ریاست او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د حقمل نندارتون دایرولو شرکت له لوري په رسمي ډول پرانیستل شو.

د یاد نندارتون د پرانیستي په مراسمو کي د روزګان ولایت مرستیال والي ملا باریګل اخند، د روزګان امنیه قوماندان مولوي محمد رفیق خادم، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عطاء الله راشد، صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي محمد داود شاهین، د حرکت مؤسسې مسؤلینو، د حقمل نندارتون دایرولو شرکت استازو او د بېلابېلو دولتي ادارو مسوولینو، سوداګرو او صنعتکارانو ګډون کړی وو.

د نندارتون د پیل په مراسمو کي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عطاء الله راشد په خپلو خبرو کي وویل، چې په دغه نندارتون کي د کرنیزو محصولاتو، مالدارۍ اړوندو توکو او کورنیو تولیدات نندارې ته وړاندې کول د بزګرانو او تولیدوونکو لپاره د هڅونې یو ښه فرصت دی.نوموړي ټینګار وکړ چې د کرنې ریاست به تل د بزګرانو او تولیدوونکو ملاتړ ته دوام ورکړي.    همداراز د صنعت او سوداګرۍ رییسمولوي محمد داود شاهین وویل، دغه نندارتون به درې ورځي دوام ولري او موخه یې د کورنیو تولیداتو معرفي، د ملي صنعت ملاتړ،د سوداګرو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د بزګرانو او صنعتکارانو د تولیداتو لپاره د بازار موندنې زمینه برابرول دي. نوموړي زیاته کړه، چې د دغه ډول نندارتونونو جوړول د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو رامنځته کولو او د وارداتو پر ځای د کورنیو تولیداتو د ترویج لپاره مهم ارزښت لري.

ورپسې د ولایتي ادارې په استازیتوب د روزګان امنیه قوماندان مولوي محمد رفیق خادم خبرې وکړې او ویې، ویل چې امنیتي ځواکونه د دې ډول ملي اقتصادي پروګرامونو د خوندي ترسره کېدو لپاره بشپړ چمتو دي. هغه د کورنیو تولیداتو ملاتړ د اقتصادي خپلواکۍ مهم اصل وباله او له سوداګرو او صنعتکارانو یې وغوښتل، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کي خپل فعالیتونه پراخ کړي.

د حرکت مؤسسې مسؤل هم د نندارتون د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې، ویل چې یاد نندارتون د کوچنیو او منځنیو تولیدوونکو د ملاتړ، د هغوی د تولیداتو د بازار موندنې او د اقتصادي ځان بسیا کېدو په موخه تنظیم شوی دی.

په پای کي د سوداګرو په استازیتوب حاجي عبدالقدیر، چي پکښي د دې ډول نندارتونونو جوړول د سوداګرۍ د پراختیا، د کورنیو تولیداتو د پېژندنې او د تولیدوونکو ترمنځ د همکارۍ د زیاتوالي لپاره مهم وبلل شول او له اړوندو ادارو څخه د دوامدار ملاتړ غوښتنه وشوه.

یاد درې ورځنی ملي نندارتون د عامو خلکو پر مخ پرانیستی دی او په کي د کورنیو تولیداتو، کرنیزو محصولاتو، لاسي صنایعو او بېلابېلو محلي توکو نندارې ته اېښودل شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت