د ADF له لارې د اسلامي پراختيايي بانک د کوچنيو پورونو د ورکړې ارزونه

content_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۷:۳۸
اعطای قرضه‌های کوچک بانک انکشاف اسلامی از طریق ADF، بررسی شد

۲۳ چنګاښ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال شېرشاه اميري، دکرنې د پراختيا صندوق (ADF)، رييس ډاکټر ايمل آرمان د امريکا نړيوال پراختيايي ادارې  (USAID) دکرنې دفتر رييس جوزف لِزارد او د اسلامي پراختيايي بانک (IsDB) د استازو په ګډون د اسلامي پراختيايي بانک له خوا بزګرانو ته د کوچنيو پورونو د ورکړې په هکله غونډه په لاره واچول شوه.
دکرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال شېرشاه اميري په دې غونډه کې وويل، چې ياد وزارت ددې پروژې د پلي کېدو په پار هر اړخيزې هلې ځلې کوي.
دغه راز د امريکا نړيوال پراختيايي ادارې د کرنې دفتر چارواکو وويل، چې دا اداره د يادې پروژې د پلي کېدو په پار د تخنيکي همکاريو زمينه برابروي.
بزګرانو ته د کوچنيو پورونو د ورکړې پروژه، لس ميليونه امريکايي ډالر لګښت لري، چې د اسلامي پراختيايي بانک له خوا تمويل او دکرنې د پراختيا صندوق له خوا پلی کېږي. ټاکل شوې، چې له يادو پيسو په ټول هېواد کې يوشمېر بزګران او کرنيز سوداګر برخمن شي.
اسلامي پراختيايي بانک دکرنې وزارت او د کرنې پراختيا صندوق څخه غوښتنه وکړه، چې د ماليې وزارت له لارې دې خپل رسمي غوښتنليک ياد بانک ته وړاندې کړي، ترڅو د پروژې اجرايي پړاو پيل شي. د ټاکل شوی پلان له مخې ددې پروژې د پلي کېدو چارې د ۲۰۲۲ام کال په سپټامبر کې پيلېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت