د کونړ په سرکاڼو ولسوالی کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه د دواشیندنې او عامه پوهاوي کمپاین ترسره شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۶
د کونړ په سرکاڼو ولسوالی کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه د دواشیندنې او عامه پوهاوي کمپاین ترسره شو

۲۱ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو د روغتیا امریت له لوري د سرکاڼو ولسوالی د اریت سیمې په مربوطاتو کې د کانګو وینه بهیونکې ناروغۍ د مخنیوي په موخه پراخ د دواشیندنې او عامه پوهاوي کمپاین ترسره شو.
د عامې روغتیا ریاست د سرویلانس مسؤلینو د راپور پر بنسټ، د یادې ناروغۍ د مثبتې پېښې له ثبت وروسته، د کرنې ریاست اړوندو تخنیکي کارکوونکو د سرکاڼو ولسوالی د خصوصي سکتور د څارویو د درملنې کلینکونو له مسؤلینو سره په همغږۍ بیړني اقدامات پیل کړل.
د کمپاین په ترڅ کې د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د اریت سیمې او شاوخوا کلیو په غوجلو، د څارویو د ساتنې په ځایونو او اړوندو سیمو کې منظمه دواشیندنه ترسره شوه، ترڅو د ناروغۍ د لېږدوونکو کنو او نورو خطرناکو حشراتو د زیاتوالي مخه ونیول شي.
همدارنګه، د سیمې اوسېدونکو او مالدارانو ته د کانګو ناروغۍ د لېږد لارو، نښو نښانو، وقایوي تدابیرو او د شخصي حفظ الصحې د مراعاتولو په اړه هر اړخیز عامه پوهاوی ورکړل شو. خلکو ته سپارښتنه وشوه چې د څارویو د ساتنې ځایونه پاک وساتي، د کنو ضد دواوې په منظم ډول وکاروي او د ناروغۍ د احتمالي نښو په لیدلو سره سمدستي اړوندو ادارو ته خبر ورکړي.
د یاد کمپاین په پایله کې د ټاکل شوې سیمې ټولې اړوندې غوجلې او ساحې په منظم ډول دواشیندنه شوې او لسګونه کورنیو او مالدارانو ته د ناروغۍ د مخنیوي په اړه لازمې روغتیايي او وترنري سپارښتنې وړاندې شوې.
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو د روغتیا امریت مسؤلین وایي، چې د څارویو د ناروغیو د مخنیوي، د عامې روغتیا د خوندیتوب او د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا لپاره به ورته وقایوي او چټک اقدامات په دوامداره توګه ترسره کوي.


کمپاین دواپاشی و آگاهی‌دهی عامه به منظور جلوگیری از بیماری کانگو در ولسوالی سرکانی ولایت کنر برگزار شد
۲۱ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کنر از طریق آمریت خدمات مالداری و صحت حیوانی، کمپاین گسترده دواپاشی و آگاهی‌دهی عامه را به منظور جلوگیری از بیماری تب خون‌دهنده کانگو در مربوطات ساحه اریت ولسوالی سرکانی برگزار کرد.
براساس گزارش مسئولان سرویلانس ریاست صحت عامه، پس از ثبت یک واقعه مثبت این بیماری، کارمندان تخنیکی مربوط ریاست زراعت با هماهنگی مسئولان کلینیک‌های خصوصی تداوی حیوانات در ولسوالی سرکانی، اقدامات عاجل را آغاز کردند.
در جریان این کمپاین، به منظور جلوگیری از گسترش بیماری، در طویله‌ها، محل‌های نگهداری حیوانات و سایر ساحات مربوط در منطقه اریت و قریه‌های اطراف، دواپاشی منظم انجام شد تا از افزایش کنه‌ها و سایر حشرات خطرناک ناقل بیماری جلوگیری شود.
همچنان برای باشندگان محل و مالداران در مورد راه‌های انتقال بیماری کانگو، علایم و نشانه‌ها، تدابیر وقایوی و رعایت حفظ‌الصحه شخصی آگاهی همه‌جانبه ارائه شد. به مردم توصیه گردید که محل‌های نگهداری حیوانات را پاک نگهدارند، از دواهای ضد کنه به‌گونه منظم استفاده کنند و در صورت مشاهده علایم احتمالی بیماری، فوراً به ادارات مربوط اطلاع دهند.
در نتیجه این کمپاین، تمامی طویله‌ها و ساحات هدف به‌گونه منظم دواپاشی شد و به ده‌ها خانواده و مالدار، توصیه‌های لازم صحی و وترنری در مورد جلوگیری از بیماری ارائه گردید.
مسئولان آمریت خدمات مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کنر می‌گویند که برای جلوگیری از امراض حیوانی، حفظ صحت عامه و تقویت سکتور مالداری، اقدامات وقایوی و عاجل مشابه را به‌گونه دوامدار ادامه خواهند داد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

د لغمان د کرنې رییس د «آیسو» مؤسسې د کرنیزو پروژو له مسؤل سره وکتل

۲۱ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، مولوي سلیمان ایمن، د خپل کارپه دفتر کې د «آیسو» مؤسسې د کرنیزو پروژو له مسؤل، انجنیر فضل الحق وفا،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګو په دایمیرداد ولسوالی کې د اوبولګولو پروژو د ساتنې او مدیریت په اړه روزنیز پروګرامونه ترسره شول

۲۱ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د اوبولګولو پروژو د ساتنې، اغېزمنې استفادې او دوامدار مدیریت په موخه روزنیز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۶
Background image

د کونړ په سرکاڼو ولسوالی کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه د دواشیندنې او عامه پوهاوي کمپاین ترسره شو

۲۱ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو د روغتیا امریت له لوري د سرکاڼو ولسوالی د اریت سیمې په مربوطاتو کې. . .

بازگشت