د کندهار په دامان کې یوشمېر بزګران د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي لارې چارې زده کړل

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱ - ۱۴:۴۴
د کندهار په دامان کې یوشمېر بزګران د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي لارې چارې زده کړل
 
۱ زمری ۱۳۹۹
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د « Avc-HVc» پروژې په همکارۍ ددې ولایت د دامان ولسوالۍ یوشمېر بزګرانو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي لارې چارې ور زده کړل.
په دې روزنیزو پروګرام کې د کندهار د کرنې ریاست د فني کارکوونکو له خوا د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ یو شمېر بزګرانو او ځمکوالو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې هر اړخیزي لارې چارې په عملي او نظري ډول ور وښودل شوې.
د کرنې وزارت د فني او مسلکي کارکوونکو له خوا بزګرانو او ځمکوالو ته ددې روزنیز پروګرام په لړ کې د ونو او نباتاتو د ناروغیو د وقایې مهمې او اغېزمنې لارې چارې، د انګورو د ناروغیو پېژندل او د مخنیوي لارې چارې او د نباتي درملو د ګټې اخیستنې او د درملو له زیانونو څخه د مخنیوي لارې چارې په نظري اوعملي ډول وښودل شوی، چې بیا وروسته دغه بڼوال او بزګران ددې روزنیز پروګرام په لړ کې زده کړي لارې چارې په خپلو بڼونو او کروندو کې عملي کوي.
د کندهار دکرنې ریاست وایي دوی هلې ځلې کوي، چې بزګران د کیمیاوي درملو د استفادې پر زیانونو وپوهوي او ددغو خطرونو د مخنیوي په پآر د افتونو او ناروغیو مخه په میخانیکي لارو چارو ونیسي ترڅو له صحي او اقتصادي پلوه ګټور تمام شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت