د کندهار پنجوایي کې بزګرانو او مالدارانو ته د اوبو سپما او ملي شتمنۍ ساتنې په موخه روزنه ورکړل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۱:۵۱
د کندهار پنجوایي کې بزګرانو او مالدارانو ته د اوبو سپما او ملي شتمنۍ ساتنې په موخه روزنه ورکړل شوه

۴  وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ د پنجوايي ولسوالی لسګونو بزګرانو، مالدارانو او ځایي اوسېدونکو ته د اوبو سپما او د ملي شتمنۍ ساتنې په موخه روزنه ورکړل شوه.
یاد پروګرام د «افغانستان اړینو چوپړتیاوو او د معیشت پیاوړتیا» تر نوم لاندې ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ګډونوالو ته د اوبو د مؤثرې کارونې او سپما، د ځنګلونو د ساتنې، د وحشي ژوو د ژغورنې، د کانونو د خوندیتوب او د ملي شتمنۍ د ساتنې په اړه هر اړخیزه روزنه ورکړل شوه، ترڅو د یادې ولسوالی بزګران او مالداران د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیسي او د ملي شتمنیو په ساتنه کې خپله ونډه په اغېزمن ډول ترسره کړي.
ګډونوالو بزګرانو او مالدارانو د پروګرام له ترسره کېدو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د اوبو سپما او د ملي شتمنۍ په ساتنه کې به جدي هڅې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست تل هڅه کوي د بزګرانو او مالدارانو لپاره په وخت مناسب پروګرامونه جوړ کړي او په ځانګړې توګه د لېرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکو ته عامه پوهاوی ورسوي، څو په راتلونکي کې د قدرتي سرچینو په ساتنه کې لا اغېزمن ګامونه پورته کړي.

در ولسوالی پنجوایی کندهار به دهقانان و مالداران آموزش صرفه‌جویی آب و حفظ دارایی‌های ملی داده شد
۴ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
به ابتکار ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار و با همکاری تخنیکی کمیته هالند و حمایت مالی اتحادیه اروپا، برای ده‌ها تن از دهقانان، مالداران و باشندگان محلی ولسوالی پنجوایی، برنامه آموزشی در مورد صرفه‌جویی آب و حفظ دارایی‌های ملی برگزار شد.
این برنامه تحت عنوان «خدمات ضروری افغانستان و تقویت معیشت» راه‌اندازی گردید که در آن به اشتراک‌کنندگان آموزش‌های همه‌جانبه در زمینه استفاده مؤثر و صرفه‌جویی آب، حفاظت از جنگلات، نجات حیات وحش، تأمین ایمنی معادن و حفاظت از دارایی‌های ملی ارائه شد، تا دهقانان و مالداران این ولسوالی از ضایع‌شدن آب جلوگیری کنند و در حفظ دارایی‌های ملی نقش مؤثر ایفا نمایند.
اشتراک‌کنندگان این برنامه ضمن ابراز خرسندی، تعهد کردند که در زمینه صرفه‌جویی آب و حفاظت از دارایی‌های ملی تلاش جدی نمایند.
گفتنی است که ریاست زراعت کندهار همواره می‌کوشد برای دهقانان و مالداران، به‌ویژه ساکنان ولسوالی‌های دوردست، برنامه‌های مناسب آگاهی‌دهی را به موقع برگزار کند تا در آینده گام‌های مؤثرتری در راستای حفاظت از منابع طبیعی برداشته شود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

خوست کې د ګانګو تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ګانګو وینې بهېدونکې تبې  ناروغۍ د مخنیوي په موخه کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
یاد کمپاین د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

بازگشت