د کندهار خاکریز کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه چکډېمونه جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۱:۶
د کندهار خاکریز کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه چکډېمونه جوړېږي

۶ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت مقام په ځانګړې لارښونه، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي او مسلکي همکارۍ، د اقتصاد او کلیو پراختیا ریاست په همغږۍ او د کانونو ریاست په پراختیایي بودیجه، د کندهار خاکریز ولسوالی د بي بي ګوهر او تمبیل په سیمه کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه چکډېمونه جوړېږي، چې تخنیکي سروي یې د کرنې ریاست انجنیرانو او اړوندو ریاستونو استازو له لوري ترسره شوه.
د کندهار دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت انجنیر روح الله روحاني وایي، چې د یادو چکډېمونو د جوړېدو چارې به د راتلونکو اونیو په لړ کې پیل شي، چې په ترڅ کې به یې د اوبو زېرمه کولو دوه چکډېمونه په اساسي او پایدار ډول جوړ شي. نوموړي زیاته کړه، چې د چکډېمونو په رغنیزو چارو کې به د یادې ولسوالی سیمه‌ییزو اوسېدونکو ته د لنډ وخت لپاره د کار زمینه هم برابره شي.
د غو چکډېمونو د جوړېدو موخه د اورښتونو د اوبو راټولول، د ځمکې لاندې د اوبو سطحې لوړول، او د بزګرانو او مالدارانو لپاره د اوبو ستونزې کمول دي.
د یادونې وړ ده، چې دوه اوونۍ وړاندې د کندهار د ارغستان ولسوالی په سردرې سیمه کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت یو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۱:۱۵
Background image

لوګر کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
دلوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، ددې ولایت مرکز پُل علم اړوند کوډلي سمه کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه.
په دې مناسبت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۹:۲۲
Background image

ننګرهار کې د کچالو د صفر انرژۍ زېرمه تونونو رغنیزې چارې پیل شوې

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د سړوخونو او صفر انرژۍ زېرمتونونو د جوړولو په لړ کې داځل د ملګرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۹:۲۰
Background image

د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو بهیر د ارزونې په موخه کندزولایت ته د کرنې وزارت د مالي او حسابي رییس سفر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو د طرزالعمل د تطبیق د بهیر د ارزونې په موخه کندز ولایت ته سفر وکړ.
دغه سفر د. . .

بازگشت