د کندز دکرنې رییس د تخمونو د تصدیق ریاست له پلاوي سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۵:۳۶
د کندز دکرنې رییس د تخمونو د تصدیق ریاست له پلاوي سره وکتل

۵ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي امان الله حسن د کرنې وزارت د تخمونو د تصدیق ریاست د قوریه جاتو له کارپوه نثار احمد رستګار او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
ددې لیدنې په ترڅ کې د کرنې وزارت د تخمونو  د تصدیق ریاست د قوریه جاتو کارپوه نثار احمد رستګار د خپل سفر موخه او کاري پلان بیان کړ او ویې ویل، چې د وزارت د رهبرۍ د مقام په هدایت دی ولایت ته د مزرعې د تفتش په موخه راغلي. ښآغلی رستګار د خپلو چارو په ترسره کولو کې د بشپړ ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې، د کندز ولایت د کرنې رییس الحاج مولوی امان الله حسن، کندز ولایت ته د کرنې وزارت د پلاوي د ښه راغلاست په ترڅ کې زیاته کړه؛ د کروندې تفتیش د تولیدي شرکتونو لخوا د لوړ کیفیت لرونکي تخمونو د تولید په برخه کې یو اغیزمن او اندازه شوی پروګرام دی، چې د کندز ولایت د کرنې ریاست هر کال ددې پروګرام ملاتړ کوي. له تاسو غواړو چې د تولیدي شرکتونو کروندې  په صداقت او امانتدارۍ سره (تفتیش)  کړئ، ترڅو بزګرانو ته با کیفیته تخمونه ورکړل شي او د تولید کچه لوړه شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د پنجشېر له والي سره وکتل

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني پنجشېر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پنجشیېر ولایت له والي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۴:۷
Background image

پروان ولایت کې د کروندې ورځ ونمانځل شوه

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د پروان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په حضور کې د دغه ولایت په جبل. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

هلمند کې د انارو مچ او سبو ناروغیو مخنیوی کمپاین پیل شو

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، دکرنیزو چارو آمریت اړوند بوټو ساتنې مدیریت مسلکي کارمندانو لخوا په مرکز او ولسوالیو کې دانارو. . .

بازگشت