د کرنې په سکټور کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې، د پروژو په پلي کولو کې همغږي ډېریږي

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۱۵:۵۸
د کرنې په سکټور کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې، د پروژو په پلي کولو کې همغږي ډېریږي
۵ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، دخپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې « UNDP» له سلاکار ویس‌احمد برمک سره وکتل او د کرنې په سکټور کې د ملګرو ملتونو د پروژو په هکله خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې، ویس‌احمد برمک د کرنې په سکټور کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې د یوشمېر پروژو د پلي کېدو په برخه کې د شته ننګونو د هوارولو په موخه د کرنې وزارت د مشرتابه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
په همدې حال، ډاکټر انوارالحق احدي هم د شته ننګونو په هوارولو ټینګار وکړ او وویل، چې د کرنې په سکټور کې دغورو چوپړونو د وړاندې کولو په پار به د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې د پروژو په پلي کولو کې هغږي لا ډېر شي.

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د سرپل د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ موظف پلاوي د عوایدو د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

بازگشت