د کرنې وزیر د هلمند له والي سره د بدیل کښت او د بڼوالۍ پر پراختیا خبرې وکړې

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۵ - ۱۵:۲۷
 د کرنې وزیر د هلمند له والي سره د بدیل کښت او د بڼوالۍ پر پراختیا خبرې وکړې

۱۵ لړم ۱۳۹۸
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی دخپل کار په دفتر کې د هلمند له والي محمدیاسین خان سره وکتل.
په دې لیدنه کې د هلمند والي د دې ولایت کرنې او بڼوالۍ ته د کرنې وزارت له پاملرنې مننه وکړه او وویل، چې د کرنې وزارت د پاملرنې له امله ددې ولایت د کرنې د سکټور ستنزې حل شوي او د کرنې وزارت ژمني هم عملي شوي دي.
د هلمند والي ددې ولایت د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي خبره هم وکړه او ویې ویل: «زموږ حاصلات د غنمو په برخه کې ۳۰ سلنه او د مېوو په برخه کې ۱۵ سلنه زیاته شوې ده، په هلمند کې د سټرسو بڼونه او تولیدات ډېر شوي او بڼونو جوړولو ته د بزګرانو لېوالتیا زیاته شوې ده.»
د هلمند والي دغه راز ددې ولایت بڼوالۍ او مالدارۍ برخې ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه او ترڅنګ یې په دې ولایت کې د یوې سړې خونې پر جوړولو د تمر کز غوښتنه هم وکړه.
په دې لیدنه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی د هلمند د بڼوالۍ د پراختیا په پار د همکاریو ژمنه وکړه او دغه راز یې وویل، چې په ۱۳۹۹ یم کال ددې ولایت د ځنګلونو پر پراختیا هم ډېر کار کیږي. د کرنې وزیر وویل له هغو سړوخونو څخه چې ټاکل شوې په هېواد کې جوړ شي، یوه به یې په هلمند ولایت کې جوړیږي. ښاغلی درانی وویل، چې هلمند د افغانستان کندو دی او دکوکنارو د بدیل په پار په دې ولایت کې د مېوو بڼونه ډېریږي او د آلویه‌ورا کرکېله به هم له پخوا ډېر ترویج شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۴
Background image

بلخ ولایت کې د حق مالکیت د تثبیت مرکز پرانیسته او د بېرته راګرځول شویو ښارګوټو د لېږد چارې پیل شوې

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت په مقام کې د حق مالکیت د تثبیت مرکز د پرانیستې او د بېرته راګرځول شویو ښارګوټو د لېږد په موخه مهمه غونډه ترسره شوه، چې پکې د بلخ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۳
Background image

د خوست موساخلېلو ولسوالی کې یوشمېر بزګرانو ته شنې خونې جوړېږي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي برنامو په دوام، د موساخېلو ولسوالی کې د شنو خونو د جوړولو لپاره د مستحقو بزګرانو د. . .

بازگشت