د کرنې وزیر د نړیوال بانک له چارواکو سره د «امید» پر پروژې خبرې اترې وکړې

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۱ - ۱۵:۲۷
د کرنې وزیر د نړیوال بانک له چارواکو سره د «امید» پر پروژې خبرې اترې وکړې

۲۱لیندۍ ۱۳۹۸

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی نن دخپل کار په دفتر کې، په افغانستان کې د نړیوال بانک له چارواکو سره د «امید» د پروژې د طرحې او ډيزاین پر بشپړېدو خبرې اترې وکړې.

«امید» دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د سوداګرۍ او صنایعو وزارت یوه ګډه پروژه ده. ټاکل شوې، چې ددې پروژې له لارې به د راتلونکو اوو کلونو په ترڅ کې په کابل، هرات، کندهار، بلخ او خوست ولایتونو کې پنځه کرنیز او صنعتي لوی پارکونه جوړ شي. ددې پروژې طرح د کرنې او د سوداګرۍ او صنایعو وزارتونو د ګډ تخنیکي ټیم له خوا چمتو او نړیوال بانک ته لېږل شوې ده. په افغانستان کې د نړیوال بانک چارواکي د کرنې وزیر سره په لیدنه کې له دې طرحې خوښې وښودل.

ټاکل شوې، چې د راتلونکی کال تر پایه د کابل ولایت د باریک اب په ولسوالۍ کې د یو لوی کرنیز صنعتي پارک د جوړولو چارې پیل شي. دغه جوړېدونکي کرنیز صنعتي پارکونه په څو پړاوونو کې جوړیږي. د یادو پارکونو په جوړېدو سره به د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بسته بندی شته ستونزې هوارې شي. ټول کرنیز توکي به په همدغو پارکونو کې پروسس او بسته بندي کیږي.

د یادو پارکونو جوړول د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د کچې لوړول او د کرنې په برخه کې د لا ډېرې پانګونې د جلبولو په برخه کې هم مرسته کوي.

 
 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت