د کرنې وزیر د نویو پروژو د افتتاح او د کرنیز وضعیت د ارزونې په پار ننګرهار ته ورسېد

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۵ - ۱۰:۲۸
وزیر زراعت برای افتتاح پروژه‌های جدید و بررسی وضعیت زراعتی وارد ننگرهار شد

۵ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي د یوې پلاوې په مشری د ننګرهار په ولایت کې د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وضعیت د ارزونې او په دې ولایت کې د پلي شویو پروژو د پرانیستې او د یوشمېر نویو پروژو د کار د پیل په پار د ننګرهار ولایت ته ورسېد.
ښاغلی احدي ننګرهار ولایت ته په رسېدو د خپل مل پلاوې سره لومړی د ننګرهار والي او د ولسمشر سترسلا کار ضیاءالحق امرخېل سره وکتل.
انوارالحق احدي په دې لیدنه کې وویل، چې دکرنې وزارت په ۱۳۹۹یم مالي کال کې د ننګرهار ولایت د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او بڼوالۍ په برخه کې څه باندې ۷۵۸ میلیونه افغانۍ لګولی دی.
په همدې حال د ننګرهار والي یاد ولایت ته د کرنې وزیر د سفر هرکلۍ وکړ او وویل، چې د کرنې وزارت د ننګرهار ولایت په بېلابېلو کرنیزو برخو کې پروژې پلي کړي او ښې لاسته راوړنې لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت