د کرنې وزیر د ترکيې په قصري کې د غوا روزنې له يو فارم او د بورې فابريکې څخه ليدنه وکړه

content_admin
جمعه ۱۳۹۹/۱۲/۲۲ - ۹:۵۰
د کرنې وزیر د ترکيې په قصري کې د غوا روزنې له يو فارم او د بورې فابريکې څخه ليدنه وکړه

۲۲ کب ۱۳۹۹
د افغانستان اسلامي جمهوريت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي، ترکيې کې د خپل حضور په دوام، د قيصري ولايت د بورې فابريکې او په دې ولايت کې د غوا روزنې له يو فارم څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د قيصري ولايت د بورې فابريکې لوی رييس، حسن اکای د خپلو کاري برنامو او فعاليتونو په هکله د افغانستان د کرنې وزير ته مالومات ورکړل.
ښاغلی احدي، چې د يادې فابريکې بېلابېلې برخې کتل، وويل چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د کارونې په پار د دې ډول فابريکو او فارمونو تجربه کولئ شي چې ګټور او اغېزناک تمام شي.
د قيصري د بورې فابريکه په ترکيې کې يو لوی توليدي بنسټ دی، چې تر خپل چتر لاندې يوشمېر نور فابريکې هم لري او د ورځې څه باندې ۳۰ زره ټنه بوره توليدوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت