د کرنې وزير د کندهار د کرنيزو شرکتونو له چارواکو او يوشمېر سوداګرو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۹ - ۱۶:۱۲
د کرنې وزير د کندهار د کرنيزو شرکتونو له چارواکو او يوشمېر سوداګرو سره وکتل

۹وری ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي کندهار ولايت ته دخپل سفر په ترڅ کې د دې ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مالدارۍ او کرنيزو شرکتونو چارواکو، پانګوالو او سوداګرو سره وکتل او پر شته فرصتونو او ننګونې خبرې اترې وکړې.
د کندهار د سوداکرۍ او پانکونې خونې رييس نصرالله زهیر د کندهار ولايت د کرنيزو توليداتو او په دې ولايت کې د شنوخونو او يو شمېر نورو مواردو په هکله د کرنې وزير ته مالومات وړاندې کړل.
په دې ليدنه کې پانګوال، د کرنې له وزير څخه د تازه او ووچو مېوو د توليد په پار د زمينې برابرولو، د کرنيزو درملو دکيفيت لوړول، د ډول ډول تخمونو وېش، د احصايې سيسټم پياوړتيا، د ګمرک د لګښتونو ټيټوالی، په لويو لارو کې د ستونزو او د محصولاتو وچول او د پنبې د ستونزو د هوارولو په پار د ملاتړ او همکاريو غوښتنه وکړل. د کښت او توليد زياتوالی، د زېرمتونونو کمښت، پانګوالو ته ځمکې ځانګړې کول، د مېوو په برخه کې بشپړ څېړنې، د طبي بوټو، تازه او وچو مېوو په توليد کې نړيوال سرټفکېټونه او د اسټنډرډ لابراټوار نه شتون ستونزې هوارول، د کرنې وزير څخه د سوداکرو او پانګوالو نورې غوښتنې وې.
په همدې حال کې د کرنې وزير وويل، چې کندهار کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې وړتياوې ډېر دي او د مالدارۍ او کرنيزو توکو په برخه کې کندهار مهمه ونډه لري. هغه وويل، چې يوشمېر ستونزې شتون لري او وزارت يې هوارولو په پار هلې ځلې کوي.
ډاکټر انوارالحق احدي دغه راز د خوښۍ په څرګندولو سره وويل، چې په ۱۳۹۹يم کال کې د څه باندې ۶۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت د کرنې وزارت له خوا په کندهار کې پراختيايي پروژې پلي شوي دي او روان کال ددغو پروژو شمېر زياتېږي.
د کرنې وزير سوداګرو او پانکوالو ته وويل:"موږ هلې ځلې کوو چې روان کال ډېړ سوداکريزې شنې خونې، سړې خونې او بڼونه جوړ کړو."

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۴:۳۰
Background image

کونړ کې د زرګونو نیالګیو د کېنولو او واټرشیډ اصلاح ستر پروګرام پيل شو

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ماشومانو ساتنې نړۍوالې موسسې له لوري د «په افغان ټولنو کې د کرنې او معیشت د پیاوړتیا او عادلانه پرمختګ ملاتړ» پروژې په چوکاټ کې د کونړ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د ننګرهار سپین‌غر ولسوالی کې د ډنمارک د کډوالو شورا له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور او د یاد وزارت د نظارت او ارزونې رییس مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د کرنې وزارت  مالي او اداري مرستیال د جوزجان د امنیه قوماندانۍ د کورني امنیت آمر سره وکتل

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیري د خپل کار په دفتر کې د جوزجان ولایت د امنیه قومندانۍ د. . .

بازگشت