د کرنې او مالیې وزارتونو مشرتابه د عوایدو راټولولو د ښه‌والي په اړه ناسته وکړه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۴:۵
د کرنې او مالیې وزارتونو مشرتابه د عوایدو راټولولو د ښه‌والي په اړه ناسته وکړه 

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» او د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال مولوي عبدالمتین سعید په حضور، کرنې وزارت کې د عوایدو راټولولو د ښه‌والي په موخه ناسته ترسره شوه. 
په دې ناسته کې د مخابراتي آنتنونو، مسلخونو، د ځمکو اجارې، فومیګیشن مرکزونو، ځنګلونو او طبیعي زېرمو د عوایدو راټولولو ښه‌والي په اړه بحث وشو. همداراز، د کرنې وزارت کارکوونکو او ولایتي مستوفیتونو ترمنځ د لا همغږۍ پر اړتیا ټینګار وشو.  
دغه راز، د عوایدو د راټولولو کارکوونکو د معاشونو د زیاتوالي موضوع هم مطرح شوه، ترڅو هغوی وکولای شي خپلې چارې په ښه کیفیت او کم وخت کې ترسره کړي.
په پای کې، د کرنې او مالیې وزارتونو ترمنځ د همکاریو د لا پیاوړتیا پرېکړه وشوه. دغه ناسته د دواړو وزارتونو د رئیسانو او سلاکارانو په حضور ترسره شوه.


نشست رهبری وزارت زراعت و مالیه درباره بهبود جمع‌آوری عواید برگزار شد
نشستی به ریاست مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و با حضور ملاآغاجان  آخند «حاجی سالم»، معین مالی و اداری وزارت زراعت و مولوی عبدالمتین سعید معین عواید و گمرکات وزارت مالیه، در وزارت زراعت برگزار شد.
در این نشست، روی بهبود جمع‌آوری عواید از آنتن‌های مخابراتی، مسلخ‌ها، اجاره زمین و اراضی، مراکز فومیگیشن، جنگلات و منابع قدرتی بحث صورت گرفت. همچنان بر هماهنگی بیشتر میان کارمندان زراعت و مستوفیت‌های ولایات تأکید شد.
همچنین، در این نشست افزایش معاش کارمندان جمع‌آوری عواید مطرح شد تا آنان بتوانند فعالیت‌های خود را با کیفیت بهتر و در مدت زمان کوتاه‌تر انجام دهند.
در پایان، بر تقویت همکاری‌ها و هماهنگی میان وزارت زراعت و وزارت مالیه تأکید شد. این نشست با حضور رؤسا و مشاوران هر دو وزارت برگزار گردید.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د کرنې وزارت مرستیال په کندهار کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاولیکوټ. . .

بازگشت